محررومرتِب العبدالفقیر محمدناصر حقاني
بل اوسنی قسم انتخابات په اسلام کي شته اوکه نه که وي ځانګړي شرائط لري اوکه نه ځکه فعلی انتخاباتو کې هر څوک هغه که مسلمان وي یا کافر فاسق وي یا صالح یو حیثیت لري؟؟
الجواب باسم ملهم الصدق والصواب:
اول : ديموکراسي يو وضعي يا ساختګي نظام او قانون دی ، چې د بشر په لاس جوړ شوی حکم بلل کيږي چې د اسلام سره کاملاً مخالف دی ، او حکم يوازې اللهﷻ لره دی او د بشر لپاره ددې هيڅ حق نشته.
موسوعة الاديان و المذاهب المعاصره ليکي : په دې کې شک نشته چې ديموکراسي د نوي او عصري شرک څخه په عبادت او شريعت کې يو لوی شرک بلل کيږي ، د شريعت او قانون حق يوازې الله تعالی لره دی او دا صفت د الله تعالی دی ، بشر ته ددې حق او صفت ورکول شرک دی .
الله جل جلا له فرمايي : مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآَبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ) يوسف/ 40 ، ويقول تعالى : ( إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ) الأنعام/ 57” انتهى
وقد جاء في ” موسوعة الأديان والمذاهب المعاصرة ” ( 2 / 1066 ، 1067 ) : “ولا شك في أن النظم الديمقراطية أحد صور الشرك الحديثة ، في الطاعة ، والانقياد ، أو في التشريع ، حيث تُلغى سيادة الخالق سبحانه وتعالى ، وحقه في التشريع المطلق ، وتجعلها من حقوق المخلوقين ، والله تعالى يقول : ( مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآَبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ) يوسف/ 400 ، ويقول تعالى : ( إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ) الأنعام/ 57″ انتهى .
دوهم : د مسلمان لپاره جايزه نه ده چې د ديموکراسۍ او وضعي نظام کوم چې حکم يې په ما انزل الله (قرآن او سنتو ) نه وي خپل ځان انتخاب کړي او يا نور مسلمانان د داسې نظام د بقا لپاره هغه ته رايه ورکړي .
ځکه مسلمان په دې باندې مکلف دی چې د اسلامې نظام د بقا او قيام د پاره کوښښ وکړي او د اسلامې شريعت مخالف نظام نسکور او په وړاندی یی بغاوت وکړي .
وقال سبحانه تعالی : ( ألم تر إلى الذين يزعمون أنهم آمنوا بما أنزل إليك وما أنزل من قبلك يريدون أن يتحاكموا إلى الطاغوت وقد أمروا أنيكفروا به ويريد الشيطان أن يضلهم ضلالاً بعيداً ) النساء/60
ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې ندی کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال دا چې دوی غواړي (د خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ورته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .
وقال تعالى : ( أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50
يعنې : نو ایا دوی دجاهليت ( د زماني ) حکم غواړي؟
د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلاله ښه حکم ورکولای شي؟
الله جل جلا له فرمايي : ( فلا وربك لا يؤمنون حتى يحكموك فيما شجر بينهم ثم لا يجدوا في أنفسهم حرجاً مما قضيت ويسلموا تسليماً ) النساء/65 .
ژباړه : نو! ( ای رسوله ) ستا په رب قسم چې دوی تر هغه پوره مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا ته په خپلو ټولو شخړو او فیصلو کې ستا په راوړی قانون عمل ونکړی او بيا ستا د پريکړو په اړه پخپلو ځانونو کې کوم خپګان هم و نه مومئ او ( دغه پريکړه ) په ډيرې خوښۍ سره ومني .
د ديموکراسۍ په انتخاباتو کی حرام کارونه:
د ټاکنې او انتخاب آزادي :
د ديموکراسۍ په نظام کې د رئيس يا نمايده د ټاکنې لپاره د رأيو غلبه او کثرت شرط دی او اسلام، علم، آزادۍ او تقوا ته ورکی هیڅ اهمیت نشته چې د دغه نظام په انتخاباتو کې لاندې مفاسد موجود دي:
زیادت او کثرت : د ديموکراسۍ په انتخاباتو کې کثرت او زيادت شرط دی که څه هم په دوکه او فريب یا پیسو اخیستلو سره وي اسلامیت، افضلیت،دینی علمیت او اهليت پکې شرط ندی یعنی د کافر ، مسلمان ، فاسق او فاجر، اهليت او غير اهليت واله هيڅ فرق پکې نشته .
حال دا چې په اسلامي نظام کې د امير د ټاکلو لپاره د اهليت د خاوندانو (علماوو ، متخصصينو او مشرانو ) د يوې شوری لخوا ټاکل کيږي چې د امير لپاره هم شرعې ضوابط او شروط ټاکل شوي دي .
د شريعت اتهام :
د انتخاباتو عَلمبرداران وايي چې د ديموکراسۍ انتخابات د اصلاح وسيله ده چې په دې سره په اسلامي شريعت باندې د نقص اتهام لګوي چه دا خپله دکفر یوه نوعه ده چه د قرآن او حدیث نه ورکې انکار راځي.
د الولاء او البراء د پولو نړول :
د ديموکراسۍ په انتخاباتو کې د «الولاء» او «البراء» پولي مکملی نړول شوي دي د هر کافر،مرتد، منافق، فاسق، فاجر،قاتل، غاصب او بی دینه څخه کار اخيستل او خپل ځان واک ته رسول دي .
الولاء : د متقيانو سره مرسته، مدد کول او محبت کول دی.
البراء : د اسلام له دوښمنانو سره سخت عداوت، دهغوی باطل ګڼل او ورسره مقاتله کول او له منافقانو او فاسقانو څخه بيزاري ده.
دکفر او الحاد قانون ته سر ټيټی :
ديموکراسي وضيعي طاغوتي نظام دی او انتخابات او رایه ورکول د دغه نظام وسيله او حیله ده چې اصلاً د طاغوت قانون ته تسليمی او دهغه منل او په هغه باندې راضي کيدل دي او دهمدی ظاغوتی کفر حاکمول دی.
ديموکراسۍ ته شرعي بڼه ورکول :
په اسلامي هيوادونو کې د انتخاباتو رواجول او رایه یا وټ ورکول په اصل کې ديموکراسۍ ته شرعې بڼه ورکول او عملی کول دي چه دا په خپله یو نوعه شرک او کفر دی .
انتخابات د حرامو وسيله ده .
انتخابات د طاغوتي نظام وسيله ده نو ځکه د هر حرام کار وسيله او سرچشمه ده لکه د انتخاباتو له لاری راغلی نظام کی دزنا، لواطت، سود، رشوت، شرابخوری او نورو ټولو حرامو….لپاره زمینه سازی کیږی او کوم وضعی قوانین هم ورته نلری بلکی شرعی حدود یی مکمل تر پښو لاندی کړی وی چه دا خپله کفر بواح دي.
تعصب :په انتخاباتو کې هر څوک دخپل مشر، دخپل ګوند ، خپل قوم او خپل سمت بری او کامیابی غواړي او د بل ګوند ، بل قوم او سمت لاندې کول يې مطلب وي چې په دې سره دا د نفاق او تعصب خبيثه خطرناکه وسيله خپریږي کوم چه رسول اللهﷺ داسی کسان خپل امت نه بولی نو کوم کسان چه رسول اللهﷺ له خپل امت ایستلی وی او بیزاری یی تری اعلان کړی وی نو هغه مسلمانان هم نشی کیدي.
د وخت او مال ضايع کول :
هر نوماند د خپلې بريا لپاره اعلانات ، تبليغات ، ميلمستياوي او نور حرام کارونه تر سره کوي تر څو له هری لاری ځان کامیابی ته ورسوی چه دا هم ټول حرام او ورکی شوی وعدی ټولی دروغ وی.غير شرعي مساوات :
په انتخاباتو کې متقي او فاسق ، کافر او مسلمان ، نارينه او ښځينه يو شان حيثيت لري ، حال دا چې په اسلامي شريعت کې فاسق او کافر هيڅکله په مسلمانانو مشري نشي کولای او همدارنګه ښځه د خپل فطري جوړښت په نظر کې نيولو سره اسلامي شريعت د امت د مشرۍ د دروند مسئوليت څخه معاف کړې ده چه د دیموکراسۍ انتخاباتو دا شرعی اصل هم تر پښو لاندی کړی دی چه د کفر یوه نوعه ده.
د درواغو وعدې او ظالمانو حاکمیدل :
اللهﷻ فرمایی وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوٰى ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوٰنِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
[سُوۡرَةُ المَائدة : 2]
او كوم كارونه چي د ګناه او تيري وي، په هغو کښي د هيچا ملاتړ مه كوئ. د الله څخه ووېرېږئ، د الله عذاب ډېر سخت دى.
نو دافغانستان په روان قتل عام او وحشتونو کی به انتخاباتو کی شرکت کوونکی او رایه ورکی نه وی شریک؟ بلکی همدغه رایه ورکونکی او د ظالم مدد کوونکی اصلی قاتلین او مجرمین دی.
رسول اللهﷺ فرمایی
مَن أعانَ ظالِما فهُو ظالِمٌ
چا چه د ظالم سره مرسته او یاری وکړه بیشکه چه هغه ظالم دی.
رسول اللهﷺ فرمایی:
من اعان ظالما ،سلطه الله عليه. كنز العمال
ترجمه : چا چې د ظالم مرسته وکوله الله تعالی به هغه ظالم په ده باندې مسلط کړي .
نو دظالم مرسته او دظلم او ګناه په کار کې مرسته کول او په انتخاباتو کې برخه اخيستل او په خپلی رایی ورکولو سره دظالم مدد کول او حاکم کول دا لوی ظلم یا اکبر ظلم دی چه اصلاً د ديموکراسۍ په ټولو مفاسدو، رذائلو او ټولو حرامو کارونو کې ددوی مرسته او مدد کول دي فرض مثال د حاکم یا حکومت لخوا قتل عامونه کیږی یا زناګانو ته زمینه سازی کیږی، حدودالله تر پښو لاندی کیږی، داسلام مخالف کارونه تر سره کیږی پدی ټولو کارونو کی رایه ورکوونکی او انتخاباتو کی شرکت کوونکی همدغسی شریک او مجرم بلل کیږی لکه همدوی چه ورسره دا کارونه کړی وی او یا یی په شریکه ورسره کوی.
من مشى مع ظالم ليعينه وهو يعلم أنه ظالم فقد خرج من الإسلام. رواه الطبراني في الكبيرقال الملا قاري في المرقاة : فقد خرج من الإسلام أي من كمال الإيمان أو من حقيقة الإسلام المقتضي أن يسلم المسلمون من لسانه ويده. انتهى .
واعلم أن الظلم كما لا يخفى كالفسق والشرك والكفر منه ما هو أكبر وهو المخرج من الملة وهو ظلم النفس بالشرك بالله تعالى كما قال تعالى : إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ {لقمان : 13}. ومنه ما هو ظلم أصغر لا يخرج عن الملة وهو ظلم النفس بالمعاصي كقوله تعالى : وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ {الحجرات:11}.
وظلم الغير بالتعدي عليه وأخذ حقه، وإذا كان من ظلم نفسه بالمعاصي أو ظلم غيره بالتعدي عليه لا يكون خارجا من الملة بذلك، فمن أعانه من باب أولى وأحرى، ولا يوجد من علماء الإسلام المنتسبين إلى مذهب أهل السنة والجماعة من يكفر الناس بالذنوب، بل أهل السنة مجمعون على عدم تكفير المسلم بالذنوب إلا ما حكم الشرع بالكفر به ونصوصهم في هذا كثيرة .
وليس معنى هذا التقليل من شأن ظلم الناس فإن عاقبته وخيمة وهو ظلمات يوم القيامة، والأحاديث في ذم الظلم والترهيب منه وبيان الوعيد عليه كثيرة جدا ليس هذا موضع ذكرها، والمعين على الظلم مشارك للظالم في معصيته وهو متعرض مثله للوعيد الشديد والعقوبة الأليمة.
وسئل علماء اللجنة الدائمة للإفتاء :
“هل يجوز التصويت في الانتخابات والترشيح لها ؟ مع العلم أن بلادنا تحكم بغير ما أنزل الله؟
فأجابوا :
“لا يجوز للمسلم أن يرشح نفسه رجاء أن ينتظم في سلك حكومة تحكم بغير ما أنزل الله ، وتعمل بغير شريعة الإسلام ، فلا يجوز لمسلم أن ينتخبه أو غيره ممن يعملون في هذه الحكومة إلا إذا كان من رشح نفسه من المسلمين ومن ينتخبون يرجون بالدخول في ذلك أن يصلوا بذلك إلى تحويل الحكم إلى العمل بشريعة الإسلام ، واتخذوا ذلك وسيلة إلى التغلب على نظام الحكم ، على ألا يعمل من رشح نفسه بعد تمام الدخول إلا في مناصب لا تتنافى مع الشريعة الإسلامية”..
انتهى من” فتاوى اللجنة الدائمة ” ( 23 / 406 ، 407 ) .
دغير مسلمو سره په انتخاباتو کې شرکت کول :
هغه مسلمانان چې په کفري هيوادونو کې اوسيږي د هغوی لپاره جايز ده چې د غير مسلمو سره په انتخاباتو کې برخه واخلي او د خپلو ځانونو لپاره يو مشر او نماينده وټاکي په دې نيت تر څو د اسلامې شعائرو څخه دفاع وکړي او په خپله ساحه کې شرعي نظام حاکم کړي ، مګر که د مسلمانانو د مصالحو ، دينې شعائرو خپل منځی نفاق لپاره خطر وي نو بيا دهغوی لباره شرکت کول جواز نه لري .
فلوا لولاة کفاراً يجوز للمسلمين اقامة الجمعة ويصير القاضي قاضياً يتراضی المسلمين ويجب عليهم ان يلتمسواوالياً معلماً (درالمختار ۱۲۴/۲ ط سعيد)
فإن مجلس المجمع الفقهي الإسلامي في دورته التاسعة عشرة المنعقدة بمقر رابطة العالم الإسلامي بمكة المكرمة في الفترة من 22ـ27 شوال 1428هـ التي يوافقها3ـ8 نوفمبر2007م قد نظر في موضوع : ” مشاركة المسلم في الانتخابات مع غير المسلمين في البلاد غير الإسلامية” وهو من الموضوعات التي جرى تأجيل البت فيها في الدورة السادسة عشرة المنعقدة في الفترة من 21ـ26 شوال 1422هـ لاستكمال النظر فيها.
















