کابل ټکی کام( شنبه، ۶تله، ۱۳۹۸)
ولسي جرګه کې د خوست استازی همایون همایون وایي، آن د جمعې پر مازدیګر او د شنبې په شپه په دریو جنوبي ولایتونو کې د دولت ساز ټیم په ګټه د رایو صندوقونه ډک شوي دي.
نوموړي رسنیو ته ویلي، د خوست د سپیرې، موسیخیلو، صبریو، باک او علیشیرو ولسوالیو کې سیمیزو امنیې قوماندانانو او ولسوالانو د واکمن ټیم په ګټه تر انتخاباتو وړاندې صندوقونه ډک کړي.
نوموړی زیاتوي، د پکتیا او پکتیکا والیانو او د ولسوالیو مسؤلینو هم په ورته چاره لاس پورې کړی او پراخې درغلۍ ته یې مټې رانغاړلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پلازمینې کابل په پکتیاکوټ سیمه کې د نجونو په لیسه کې تیر مازدیګر مهال له اتو صندوقونو څخه یو یې غلا شوی وو او د هلمند په ګڼو ولسوالیو کې هم ورته چاره تکرار شوې وه.

















