پنټاګون: تير ۲۰۱۸م کال کې ۵۴۱ امریکايي پوځيانو ځانونه وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۶، شنبه)

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وايي، چې د تيرو کلونو په پرتله په امریکايي پوځ کې د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده.

د امریکا دفاع وزارت ويلي، دا مهال په امریکايي پوځ کې د عسکرو د ځان وژنې کچه په سل زرو کې څلورويشت تنه ده چې دا د ۲۰۱۳م کال په پرتله په سل زرو کې شل تنه وه.

راپور کې راغلي، په تير ۲۰۱۸م کال کې ۵۴۱ پوځيانو د دندې پر مهال ځانونه وژلي دي.

د امریکا دفاع وزارت وروسته له هغې د امریکايي پوځيانو د ځان وژنې په اړه راپور خپور کړ چې تيره اوونۍ د امریکا د سمندري ځواکونو درې پوځيانو په الوتکه لېږدوونکې بيړۍ کې ځانونه ووژل.

چارواکي وايي، دغه پوځيانو په جلا جلا توګه ځانونه وژلي دي.

د يو ايس اين آی په نوم امریکايي خبري ادارې په یوه راپور کې ويلي، چې د روان کال سپتمبر مياشتې له پنځمې نيټې راهيسې تر دې دمه ۴۶ امريکايي سمندري پوځيانو ځانونه وژلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button