پاکستان وايي؛ د دفاع وزارت په غوښتنه يې پر پوله د تګ راتګ لارې پرانيستې پريښي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۶، شنبه)
د پاکستان حکومت وايي، چې د افغانستان د دفاع په غوښتنه يې پر پوله د تګ راتګ ټولې لارې پرانيستې پريښي دي.
تيره ورځ د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرباڼه کې ويل شوي و چې د تلې پر پنځمه او شپږمه د انتخاباتو یوه ورځ مخکې او انتخاباتو پر ورځ به د تورخم دروازه تړلې وي.
خو د پاکستان حکومت وايي، د امنیتي مشکلاتو سره سره به نن شنبه د تلې مياشتې شپږمه نيټه چې افغانستان کې ولسمشرۍ انتخابات روان دي، خپلې پولې د تګ راتګ لپاره پرانيستې پريږدي.
که څه هم تر دې مخکې پاکستان حکومت په افغانستان کې د امنیت ساتنې لپاره د تګ راتګ لپاره د خپلو پولو د تړلو ويلي و خو په تازه اقدام کې وايي، چې د دې لپاره دغه پولې پرانيستي پريږدي څو افغانان په ټاکنو کې برخه واخلي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې اشرف غني د پاکستان له لومړي وزير عمران خان څخه غوښتي و چې د انتخاباتو د امنيت په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
نن شنبه د ۱۳۹۸ کال د تلې مياشتې ۶ په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو انتخابات کيږي چې د ماذیګر تر درې بجو پورې به دوام ولري.
طالبانو د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې پر انتخاباتي مرکزونو بريدونه او چاودنې کړي او ځينو ولايتونو کې يې پر ټاکنيزو مرکزونو توغندي هم وار کړي چې پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي ده.
طالبانو پرون په خپره کړې اعلاميه کې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې انتخاباتي مرکزونو څخه ليرې و اوسي او خپل ځانونه په خطر کې وانه چوي.
په ټول هيواد کې د ولسمشريزو انتخاباتو لپاره ۵۰۰۰ زره مرکزونه جوړ شوي و چې د راپورونو له مخې ډيری يې د طالبانو د ګواښونو بریدونو او نا امنیو له امله بند تړلي دي.



