د انتخاباتو ورځ: طالبانو په نهه ويشت ولايتونو کې ۵۳۱ بريدونه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۷، یک شنبه)
پرون شنبه د ۱۳۹۸ کال د ميزان مياشتې په ۶ نيټه په افغانستان کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوې چې د طالبانو بریدونو، امنيتي ستونزو، پر ټاکنو د خلکو بې باوريو او تخنیکي ستونزو له کبله پکې د خلکو ونډه کمرنګه وه.
طالبانو پرون د هیواد په نهه ويشت ولايتونو کې ۵۳۱ بريدونه کړي چې په وينا يې د دغه بريدونو پر مهال يې ډيری انتخاباتي مرکزونه او دولتي تأسيسات هدف ګرځولي دي.
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې پرون د انتخاباتو پر ورځ د يادو بریدونو په پايله کې څلور بشپړې ولسوالۍ (بهارک، خواجه غار، چاه آب او درزاب)، یو لوی بيس، یوه حوزه او اووه پوستې د طالبانو لاسته ورغلي دي زياتوي د بریدونو په ترڅ کې ۲۵۸ تنه عسکر، پولیس او اربکيان وژل شوي او ۱۶۴ نور ټپیان دي، چې د انتخاباتي مرکزونو ساتنې لپاره ګومارل شوي و.
که څه هم د افغانستان امنیتي بنسټونو په پرونيو پيښو کې د تلفاتو پوره ارقام نه دي خپاره کړي خو د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي تاييدوي چې مخالفینو په ۶۸ سيمو کې د انتخاباتي مرکزونو شاوخوا او په لارو کې تحرکات درلودل او په دغه ورځ د مقناطيسي، غږيزو ماينونو په وسيله چاودنې شوي، توغندي وار شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې ټاکنو کې څومره کسانو رايه ورکړې خو د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې د تيرو انتخاباتو په پرتله په پرونيو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ونډه کمرنګه وه.
دغه راز له ټولو ولايتونو څخه د رايه ورکونې پر مهال د تخنيکی ستونزو راپورونه ورکړل شوي چې د څارونکو بسټونو په وینا يې د رايه ورکوونکو په ليست کې د رايه ورکوونکو د نوم نشتوالي له کبله زرګونه کسان له رايه ورکونې محروم پاتې شوي دي.



