(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۷، یک شنبه)
له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې اولس پروني ولسمشريز انتخابات تحریم کړل او په دغه انتخاباتو کې د درغليو له کبله له پخوا د رايو صندقونه ډک شوي و.
ويسا لیکي، که څه هم حکومت او انتخاباتي کميسیونونه انتخاباتو کې د خلکو د نه ګډو ستر لامل امنیتي ننګونې او ګواښونه بولي خو زياتوي دغه پروسه په بامیانو او هغو نورو ولايتونو کې هم کمرنګه وه چې نسبتاً امن بلل کيږي.
سرمقاله کې راغلي، که څه هم په انتخاباتي پروسه کې د خلکو د نه ګډون اصلي لامل پر انتخاباتي پروسې د خلکو بې باوري بلل کیدای شي خو زياتوي د بایوميتریک دستګاوې له کاره لويدل او د کابل په شمول ځينو ولايتونو ته د انتخاباتي موادو تر غرمۍ وروسته رسيدل، تخنیکي ستونزې او په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ چې صندقونه پکې لا له پخوا ډک شوي و.
ويسا د ځينو نوماندانو او د دوی د کمپیان مسؤولینو ادعا راخيستې چې به وينا يې ځينې سيمې په قصدي ډول نا امنه کړل شوې وې.
ويسا وړاندې لیکي، په هر صورت انتخابات ترسره شول، خو که یې له ټولو تیاریو سره په رایو کې د ولس د ګډون کچې ته وګورو غوره مفهوم یې دا دی چې ولس انتخابات تحریم کړل. دا چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه د مشروعیت معیار نه دی بېله خبره ده، خو ډرامه هم خپل حد او برید لري.
ويسا زياتوي، که د خلکو پر نه ګډون د پاسه د درغلیو او لاسوهنو بهير په دغه انتخاباتو کې ثابت شي نو هیواد به یوه بل درانه بحران ته ولاړ شي چې پړه به يې د همدوی پر غاړه وي.
په داسې حال کې په افغانستان کې انتخابات ترسره شول چې د ټاکنو کمېسیون وايي، د ۴۹۰۵ مراکزو څخه د نیمايي ټاکنیزو مرکزونو تخمیني ارقام ور رسېدلي، چې ښيي د خلکو ګډون په ټاکنو کې کمرنګه و.


















