(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۷، یکشنبه)
د چین دولتي رسنيو د راپور له مخې، د دغه هيواد په ختيځ کې د يوې ترافیکي پيښې له کبله ۳۶ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
دغه ترافیکي پيښه د بار وړنکي او یوه بس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د سین هوا خبري اژانس ليکي، ترافيکي پيښه د شنبې په ورځ د جینګسو ولايت کې رامنځته شوې زياتوي په بس کې ۶۹ کسانو سفر کاوه چې ۳۶ تنو پکې ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور پکې ټپيان شوي دي.
چیني چارواکي وايي، له ۲۰۱۵م کال راهيسې په دغه هیواد کې اته پنځوس زره کسانو په ترافيکي پيښو کې ژوند له لاسه ورکړی چې نوي فيصده پيښې يې د ترافیکي قوانينو د سرغړونې له امله رامنځته شوي دي.


















