(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۷، یکشنبه)
طالبانو له تيرو څو ورځو راهيسې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې پر دولتي تأسيساتو بريدونه پراخ کړي چې پرون د انتخاباتو پر ورځ يې دغه بريدونه له شاوخوا پنځه سوه اوښتي و.
طالبانو پرون هم په تخار کې بریدونه وکړل چې په پايله کې يې دوه ولسوالۍ (بهارک او خواجه غار) او ځینې پوستې ونيولې.
دغه راز نن سهار يې د دغه ولايت په چاه آب ولسوالۍ او خواجه بهاؤالدين ولسوالۍ بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې چاه آب ولسوالۍ نيولې او پر خواجه بهاؤالدين لا هم جګړه روانه ده.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالیږلې خبرپاڼه کې د چاه آب ولسوالۍ نیول تاييد کړي په وينا يې یاده ولسوالۍ له ټولو تأسيساتو سره د طالبانو تر واک لاندې راغلې ده.
له تيرو درې ورځو راهيسې دا پنځمه ولسوالۍ ده چې طالبان يې له دولتي ځواکونو نيسي او هغوی ته پکې مرګ زوبله اوړي.
تر دې مخکې طالبانو د تخار خواجه غار، بهارک، د سمنګان دره صوف، د فارياب قرمقل، د جوزجان درزاب ولسوالۍ له دولتي ځواکونو ونيولې.


















