هند: د سیلابونو له امله د مړو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۷تله، ۱۳۹۸)
هند کې له تیرو څو ورځو راهیسي سخت سیلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته دروند مالي او ځاني زیان اوښتی دی.
تیره ورځ د سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹تنه ښودل شوی وو خو اوس یې شمېر لوړ شوی او ۷۳ تنو ته رسیدلی دی.
دغه مړي ټول د هند په اتراپردیش ایالت کې د راوتلیو سیلابونو له امله شوي دي.
د هند د هوا پیژندنې ادارې ویلي چې په یاد ایالت کې به نور هم سخت او شدید بارانونه وشي او همدا رنګه یې بیړنی حالت هم اعلان کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په هند کې له څو ورځو راهیسي سخت سیلابونه راوتلي او ویل کیږي چې ممکن دغه حالت نور هم خونړی شي.


