کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ تله ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبان دپروان ولایت شینوارو ولسوالۍ کې دانتخاباتي پروسې ګڼ شمېر کارکونکي نیولي او مصئون ځای ته انتقال کړي دي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي 《 یاد کارکونکي یې د شینوارو ولسوالۍ په اشتر شهر سیمه کې د پروان او بامیانو په عمومي سرک اسیران کړي》.
مجاهد زیاته کړې، دا اته تنه چې دنمک آب سایټ کې یې دانتخاباتي پروسې مسئولیت ترغاړې و؛ له پنځه موټرسایکلونو سره یوځای راپور سره سم ونیول شول.
ولسمشریزې ټاکنې تیره ورځ ترسره شوې چې دخلکو ګډون پکې دنشت برابر و، طالبانو په مکرر ډول خلک له ګډون څخه منعه کړي و او دمخالفت په صورت کې یې ګواښلي هم و.


















