ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : استخاره څه دى؟ آيا د هغې بنيادي عمل په قرآن يا سنت رسول صلی الله علیه وسلم سره ثابت دى؟ مذهبي او عملي منطق موجود دى؟.
ځواب : د استخاره معنى دى : له الله تعالى سره په کومه معامله کې مشوره کول، د دې تعليم حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم ورکړى، چې هر کله کومه مهمه واقعه مخته راشي نو دوه رکعته لمونځ دې وکړى شي، د الله تعالى له حمد او ثناء او له درود شريف وروسته دې د استخاره دعا وويل شي، د استخاره دعا ډيره مشهوره دى ([1]).
د بيعت لپاره استخاره کول
پوښتنه : آيا له کوم پير څخه د بيعت کولو لپاره هم استخاره کيدلاى شي؟.
ځواب : که له کوم بزرګ سره بيعت کول وي نو د دې لپاره هم استخاره کول پکار دي ([2]).
ايا د کوژدې لپاره هلک او انجلۍ دواړو ته استخاره کول پکار دي
پوښتنه : که چيرته د کوژدې کولو لپاره د استخاره کول وي نو آيا د هلک او انجلۍ په طرفونو کې يوازې يوه طرفته يې کول پکار دي او که به يې دواړه جلا جلا کوي؟.
ځواب : د هلک لورى دې هم وکړي، او د انجلۍ لورى دې هم وکړي ([3]).
د حاجت لمانځه (صلوة الحاجت) طريقه
پوښتنه : د صلوة حاجت (د حاجت لمانځه) طريقه څه ده؟.
ځواب : نبي کريم صلی الله علیه وسلم د صلوة الحاجت طريقه داسې ښودلې دى : په ښه طريقه دې اودس وکړى شي، له هغه وروسته دې دوه رکعته نفل وکړى شي، له لمانځه څخه له فارغيدو وروسته دې د حق تعالى حمد او ثناء وکړى شي، په رسول الله صلی الله علیه وسلم دې درود وويل شي، د مسلمانانو لپاره دې د مغفرت دعا وکړى شي، او له ښې توبې او استغفار وروسته دې دا دعا ولوستل شي :
)لا اله الا الله الحليم الکريم سبحان الله رب العرش العظيم، الحمد لله رب العلمين، اسالک موجبات رحمتک ومنجيات امرک وعزائم مغفرتک والغنيمة من کل بر والسلامة من کل اثم لاتدع لي ذنبا الا غفرته ولا هما الا فرجته ولا حاجة هي لک رضا الا قضيتها يا ارحم الراحمين(
له دې وروسته دې د خپل حاجت لپاره د ښې ژړا په حال کې سوال وکړي، که چيرته له صحي شرطونو سره دعا وکړى شي انشاء الله ضرور به قبوله شي ([4]).
آيا د حاجت لمونځ د خپلو ټولو حاجتونو لپاره کيدلاى شي
پوښتنه : که يو کس د مور پلار د طبعيت په خرابيدو باندې پريشانه شي او د خداى تعالى په حضور کې دوه رکعته لمونځ وکړي، وروسته يې هره ورځ کول عادت شي، اوس د حاجت په رکعتونو کې له الله تعالى څخه د خپلو ټولو حاجتونو د پوره کولو غوښتنه کوي، آيا دا صحي دى او که نه؟.
ځواب : هو ! له الله تعالى څخه د خپلو ټولو روا حاجتونو غوښتل پکار دي، د دې د نه صحي کيدو خبره څه ده ([5]).
د صلوة الحاجت تر کومه وخته پورې کول پکار دي
پوښتنه : آيا د حاجت رکعتونو کول تر هغه وخته پورې پکار دي، تر څو پورې چې هغه حاجت پوره شوى نه وي؟.
ځواب : هو ! تر څو پورې چې حاجت پوره شوى نه وي تر هغه وخته پورې مسلسل غوښتنه پکار دى، او که د غوښتنې لپاره د حاجت لمونځ هم وکړى شي نو دا نور على نور دى ([6]).
صلوة الاوابين
د اوابين لمونځ مستحب دى، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د دې ډير زيات فضائل بيان کړي دي، د اوابين لمونځ شپژ رکعته پکار دى، په دريو سلامونو سره د ماښام له لمانځه وروسته ([7]).
صلوة الاوابين شل رکعته دى که شپژ
پوښتنه : صلوة الاوابين شل رکعته کول پکار دي او که شپژ رکعته؟ کومه خبره صحي ده؟.
ځواب : په صلوة الاوابين کې دواړه خبرې صحي دي، شپژ رکعته هم راغلي او شل رکعته هم، چې هر يو وکړى شي بهتر دي، مګر د زياتره علماء کرامو مذهب په شپژو باندې دى ([8]).
صلوة التسبيح
د صلوة التسبيح کولو طريقه
پوښتنه : د صلوة التسبيح شرعي کيفيت څه دى؟ او د هغه د کولو صحي ترکيب څه دى؟.
ځواب : صلوة التسبيح مستحب دى، او د همدغه لمانځه د کولو صحي طريقه دا دى :
د څلورو رکعتونو نيت به وکړى شي، کله چې سبحانک اللهم، الحمد لله او سورت ټول وويل شي نو له رکوع دمخه به پنځلس ځلې دا دعا ولوستل شي (سبحان الله والحمد لله ولا اله الا الله والله اکبر) بيا به رکوع وکړى شي، او د سبحان ربي العظيم له ويلو وروسته به لس ځلې بيا همدغه دعا وويل شي، بيا به له رکوع څخه پورته شي، او د سمع الله لمن حمده له ويلو وروسته به بيا لس ځلې وويل شي، بيا به سجده وکړى شي او د سبحان ربي الاعلي له ويلو وروسته به بيا لس ځلې وويل شي، بيا به له سجدې سر را پورته کړى شي او لس ځلې به وويل شي، بيا به دويمې سجدې ته ولاړ شي او هلته به بيا لس ځلې وويل شي، بيا به له سجدې څخه را پورته شي او په ناسته به لس ځلې وويل شي، بيا به د دويم رکعت لپاره ودريژي، په همدې طريقه به دويم رکعت وکړى شي، او کله چې په دويم رکعت کې د التحيات لپاره کيني نو لومړى به همدغه دعا لس څلې وويل شي، بيا به التحيات وويل شي، په همدې طريقه دې څلور رکعته وکړى شي ([9]).
آيا د صلوة التسبيح لپاره کوم ځانګړى وخت يا ورځ مقرر دي
پوښتنه : آيا د صلوة التسبيح لپاره کومه ورځ يا وخت مقرر دى؟.
ځواب : د صلوة التسبيح لپاره هيڅ ورځ يا وخت مقرر نه دى، که چيرته توفيق وي نو هره ورځ دې وکړى شي، که نه نو په کومه ورځ چې موقع پيدا شي ودې کړى شي، او له مکروه وختونو پرته په شپه او ورځ کې چې کله وغوښتل شي نو ودې کړى شي، البته له زوال وروسته بهتر دى، يه په شپه کې بپه ځانګړى توګه د تهجدو په وخت کې ([10]).
د صلوة تسبيح کولو بهترين وخت
پوښتنه : د صلوة تسبيح بهترين وخت کوم يو دى؟.
ځواب : له ماسپښين لمانځه دمخه يې کول پکار دي ([11]).
په جماعت سره د صلوة تسبيح کولو حکم
پوښتنه : که يو څوک د شعبان په پنځسلمه صلوة تسبيح په جماعت سره کوي آيا دا صحي دى او که نه؟.
ځواب : صلوة تسبيح نفلي لمونځ دى او په جماعت سره يې اداء کول د حنفيانو په مسلک کې مکره تحريمي دى، لهذا د همدغه لمانځه کول يوازې (تنها) پکار دي ([12]).
که د صلوة تسبيح په تسبيحاتو کې کمى وکړى شي
پوښتنه : د صلوة تسبيح له کولو وروسته معلومه شوه چې تسبيحات له دريو سوو څخه کم ويل شوي دي، نو آيا د سجدې سهوې په کولو سره يې چاره کيژي او که نه؟ که چيرته په دې سره يې چاره نه کيژي نو د چاره کولو صورت يې ځه دى؟.
ځواب : که چيرته د لمانځه له کولو وروسته ور په ياد شي چې تسبيحات کم ويل شوي دي نو له همدې وجهې په هغه باندې سجده سهوه نشته، ځکه چې سجده سهوه په ترک د واجبو سره واجبيژي او تسبيحات واجب نه دي، په دې صورت کې دغه لمونځ مطلق نفل لمونځ ګرځي، د صلوة تسبيح ثواب نه حاصليژي ([13]).
د صلوة تسبيح څلور رکعته په يوه سلام سره دي او که په دوو سره
پوښتنه : د صلوة تسبيح څلور رکعته په يوه سلام سره کول بهتر دي او که په دوو سلامونو سره؟ او که چيرته سهواً تسبيح د لسو پر ځاى پنځلس ځلې وويل شي نو سجده سهوه لازميژي او که نه؟.
ځواب : د صلوة تسبيح که د دوو رکعتونو نيت وکړى شي يا د څلورو رکعتونو نيت وکړى شي دواړه روا دي او که چيرته د څلورو رکعتونو نيت وکړى شي نو په منځنى ناسته کې دې درود شريف ولوستل شي، او که چيرته د لسو پر ځاى پنځلس وويل شي نو سجده سهوه نه لازميژي ([14]).
([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٢٢، بحواله : جامع الترمذي واللفظ له، ج : ١، ص : ٦٣، باب ما جاء في الاستخارة، ايضا فتاوى شامي، ج : ٢، ص : ٢٦، مطلب في رکعتي الاستخارة.
([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٢٤، بحواله : منحة الخالق علي البحر الرائق، ج : ٢، ص : ٥٦، کتاب الصلوة.
([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٢٥، بحواله : سنن ترمذي، ج : ١، ص : ٦٢، باب ما جاء في الاستخارة، ايضا : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٢٦، باب الوتر والنوافل.
([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢١٤، بحواله : ترمذي، ج : ١، ص : ١٠٨، باب ما جاء في صلاة الحاجة.
([5]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢١٥.
([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢١٥، بحواله : شامي، ج : ٢، ص : ٢٨، باب الوتر والنوافل، مطلب في صلاة الحاجة.
([7]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ١٤٩، بحواله : مراقي الفلاح، علم الفقه، ج : ٢، ص : ٤٨، ترمذي شريف، ص : ٨٩، ابن ماجه شريف، ص : ٩٨.
([8]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ١٦٨، بحواله : غنية المستملي، ص : ٣٦٩، ما لابد منه، ص : ٦٧، مکشوة، باب السنن، ص : ١٠٤.
([10]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢١٨، بحواله : شامي، مطلب في صلاة التسبيح، ج : ٢، ص : ٢٧.
([11]) فتاوى فريديه، ٢ : ٥٦٣، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٥٠٨، مطلب في صلاة التسبيح.
([12]) فتاى عثماني، ١ : ٤٣٨، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٤٨، قبيل باب ادراک الفريضة، غنية المستملي، ص : ٤٣٢، فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٤، ص : ٢٤٤.
([13]) فتاوى رحيميه، ٦ : ٢١٦، بحواله : نجات المسلمين از حضرت مفتي محمد شفيع صاحب ديوبندي F.


















