دایکندي: د بادامو حاصلاتو کې څلويښت فيصده زياتوالی راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۰، چهارشنبه)

د دایکندي ولايت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسؤولین وايي، په دغه ولايت کې سږ کال د بادامو به حاصلاتو کې څلويښت فيصده زیاتوالی راغلی دی.

د یاد رياست رئيس عبدالوهاب فيروزي وايي، په تيرو کلونو کې به بزګرانو له پنځلس تر شل زره ټنه د بامو حاصل اخيسته خو سږ کال بزګرانو په دایکندي کې پنځه ويشت زره د بادامو حاصلات ترلاسه کړي په وينا يې، د نباتاتو د ناروغيو کنترول، د اصلاح شويو نيالګيو وېش، د ښه موسم او وچکالۍ اغيزو کموالي له کبله د بادامو حاصلات زيات شوي دي.

په عین حال کې په دایکندي کې بزګران هم د بادامو له حاصلاتو خوشحاله دي چې په وينا يې د ښه موسم په وجه يې باوغونو ښه حاصل کړی دی.

دایکندي او سمنګان هغه ولايتونه دي چې د نورو ولايتونو په پرتله پکې د بادامو باغونه زيات او ډير بادام تولیدوي.

مربوطه مطالب

Back to top button