ګډ حکومت: دسیمې او نړۍ هېوادونو سره مو رابطه نیولې، هڅه کوو طالبان مخامخ خبرو ته تیار کړو

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱۰ تله ، ۱۳۹۸ل)

دګډحکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سیمې او نړۍ له با نفوذه هېوادونو سره یې خبرې روانې کړې څو وکړی شي په دې توګه طالبان مخامخ خبرو ته تیار کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي، د بهرنیو چارو وزارت د خپلو سفارتونو له لارې د سیمې او نړۍ له ځينو هېوادونو سره په دې اړه خبرې کړې چې طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي او دلته روانه جګړه له سیاسي لارو حل کړي.

ده یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او تر ټاکنو وروسته به د سولې هڅې نورې هم چټکې شي.

احمدي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغان حکومت ته یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې د منلو وړ دي.

ګډ حکومت داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دافغان سولې په تړاو دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او دملابرادر په مشرۍ طالبانو یوجګپوړی پلاوی اسلام آباد کې سره جرګه شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button