نوماند فرامرز تمنا: ټاکنو کې پراخه درغلي شوې، بایومیتریک شویو رایو ته دې اعتبار ورکړل شي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱۰ تله ، ۱۳۹۸ل)
دپایلو پر سر د رامنځته شویوکړکېچونو پر دوام داځل د ولسمشریزو ټاکنو یو بل ْنوماند فرامرز تمنا هم ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا کړې.
تمنا زیاته کړې، د ځینو نوماندانو له غیر مسوولانه او بېړنیو څرګندونو د یو لوی بحران بوی راځي.
فرامرز تمنا یوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال زیاته کړې چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده نو د ټاکنو کمیسیون دې خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
دده په خبره یوازې بایومیتریک شوې رایې ټولو نوماندانو ته د منلو وړ دي او تر هغه پرته نورې رایې باطلې او درغلي ده.


