د طالب پلاوي غړی: پاکستاني چارواکو سره په سياسي او د مهاجرينو د ستونزو د حل په اړه خبرې کوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۱، پنجشنبه)

د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته د افغانستان د اسلامي امارت د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسيز پلاوی رسيدلی دی.

د دغه پلاوي غړی ښاغلی شهاب الدین دلاور وايي، دایو رسمي سفر دی چې د پاکستان هيواد له خوا ورته بلنه ورکړل شوې چې مشري يې ملابرادر کوي او د سياسي دفتر دولس غړي يې ملتيا کوي.

د ښاغلي دلاور په وينا، پاکستاني چارواکو سره به يې خبرې په سياسي موضوعاتو متمرکزې وي په خبره يې پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ او هغه هيواد کې د افغان مهاجرينو پر ستونزو به هم وغږيږو.

نوموړی زياتوي: “افغانستان او پاکستان ته د افغانانو په تګ- راتګ کې ستونزې دي چې د دغه ستونزو په حل کې ورسره خبرې وکړو، دغه راز پاکستان کې ميليونونه مهاجر اوسيږي د هغوی د صحت، تعليم او اوسيدو په هکله هم ستونزې شته، همدارنګه د پاکستان مختلفو ښارونو کې د هغه هيواد پوليسو له خوا نيول شوي او زندانونو کې دي، هغوی سره به پر یادو ستونزو بحث او غوښتنه به وکړو چې هغه کسان چې کوم خاص جرم ونه لري، هغوی ازاد کړل شي”.

په سوشل ميډیا هغه ويډیو خپره شوې چې د پاکستان په بهرنيو چارو وزير شاه محمد قريشي د طالب پلاوي استقبال او هرکلي ته ولاړ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button