ويسا: د مذاکراتو نوی بهیر بيا پيليدونکی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۳، شنبه) 

له کابله خپریدونکې ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امریکا او طالبانو د ځنډول شويو مذاکراتو په اړه ليکي چې ښايي ډير ژر د دواړو لوريو تر منځ د مذاکراتو نوی بهير او بین الافغاني خبرې پيل شي.

ويسا ليکي، روسيې، چين او پاکستان ته د طالبانو سفرونه او د مذاکراتو په اړه د هغوی نظرونه دا څرګندوي چې ډیر ژر ځنډول شوي مذاکرات بيا پيل شي خو په وینا يې د بین الافغاني خبرو څرنګوالی د انتخاباتو پايلو پورې تړلی چې ښايي په لومړي پړاو کې بحران ته ولاړ شي او بيا د دوه سره یا څو سره حکومت د جوړيدو لپاره نړیواله ټولنه مداخله وکړي.

د ويسا په سرمقاله کې راغلي، دا چې د سولې پروسې لپاره د بريالي نوماند دريځ مهم دی نو که له غني پرته بل هر نوماند بريالی شي دا به د سولې پروسې لپاره غنیمت وي ځکه چې غني په خپله خوښه د سولې پروسه کې صادقانه هڅې نه کوي.

ويسا وړاندې ليکي، د سولې (مذاکراتو) په نوي پړاو کې څو ټکي مهم دي چې يو پکې د سيمې هيوادونو ليوالتيا زياته ده ځکه چې د ټرمپ له خوا د مذاکراتو تر لغوه کيدو وروسته د سیمې مهمو هیوادونو روسيې، چين، ایران او نورو هيوادونو له خوا پرې منفي غبرګونونه راغلل او بله دا چې په افغانانو کې هم سره له دې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په باب ډېر شکونه او ابهامونه وو خو د خبرو شلېدل هېڅ لوري تایید نه کړل، یوازې د غني حکومت چې انتخابات ورته تر سولې مهم ؤ پرې خوښ شو.

ويسا زياتوي، که اوس بیا مذاکرات له سره پيليږي نو ښايي پخوانۍ کمزورۍ او ابهامونه پکې تکرار نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button