ننګرهار: طالبانو له داعش څخه مهمه سيمه “وزيرو تنګی” په بشپړه توګه ونیو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۳، شنبه)
طالبانو د ۱۳۹۸ کال د ميزان په وروستیو شپو کې په خوګياڼو او شيرزادو ولسواليو کې د داعش وسله والو پرضد عملیات پيل کړل چې د ځايي باوري سرچينو په وينا طالبانو پرمختګ کړی او له داعشي وسله والو يې مهمې سيمې تصفيه کړي دي.
په خوګياڼو کې د طالبانو يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د شيرزادو ولسوالۍ مربوط د مرکخيلو، زاوې، وډيسار سيمو کې څو ورځې مخکې پر داعش وسله والو عملیات ترسره شوه چې په ترڅ کې يې یادې سیمې په بشپړه توګه د طالبانو تر حاکميت لاندې راغلې او د جګړې پرمهال طالبانو نږدې سل ميله وړې او غټې وسلې، سلګونه فایره مرمۍ، سلګونه واړه او غټ ماينونه، لس بار وړونکي څاروي او لسګونه بوجۍ خوراکي توکي نيولي دي.
دغه راز له تيرو شاوخوا څلور ورځو راهيسې طالبانو د وزيرو تنګي کې پر داعش وسله والو خپل عمليات دوامداره وساتل چې د باوري سرچينو په وینا، د وزيرو مهمه سیمه تنګي دره يې له داعش وسله والو پاکه کړې او د پرمختګ په حال کې دي.
د جګړې له سیمې یوه طالب وسله وال د کابل ټکی کام همکار ته وويل، چې وزيرو تنګي مياګانو، ميرزاعلي، ډم تيږه او نورو اړوند سيمو کې دا مهال طالبان دي زياتوي یو شمير داعش وسله وال وژل شوي او ځينې پاتې داعشيان د اګام تنګي ته اوښتي دي.
د سرچینې په وينا، د وزيرو تنګی له داعشي وسله والو پاک شوی خو ځينې سيمې يې په ماينونو پوښل شوي چې طالبان پکې په احتياط مخکې روان دي او د اګام تنګي د لوړو څوکو د نيولو په هڅه کې دي.
د يادونې ده، چې وزيرو تنګی د داعشي وسله والو مهم مرکز ګڼل کيده چې د شاوخوا یوه کال راهيسې پکې ميشت و.



