د صفي الله جنازې د نورو سرتیرو له جنازو سره ولې ستر توپیر درلود؟

ډاکټر آصف اکبري
له همغې ورځې چې افغانستان ته لومړی امریکایی فوځیان او ورسره اشرګري نږدې د څلویښتو هېوادونو سرتیري راغلل، او ورپسې یې د افغانستان له هغو ځوانانو چې یا ورته کار نه پیدا کیدو او یا په کور کې له پلار او مور مرور وو امریکایانو د خپلو لاسپوڅو افغانانو په واسطه جلب او جذب کړل آن تر دې چې په ښارونو کې به نظامي رنجرو او ایمبیانو په سر لوډسپیکرې لږیدلې وې او چیغې به وهل کیدې چې هغه ځوانان چې بې کاره ګرځي راشئ ملي اردو کې تاسې ته ښه معاش درکول کیږي، کورنۍ به مو ښه ژوند پیدا کړي، نو ډیری زیاتره ځوانانو د مجبوریتونو او یا خرمستیو او یا هم په دین د ناپوهۍ له کبله دغې خواته ولاړل، خو دا چې څرګنده وه چې دغه فوځ د امریکا لخوا جوړیږي، او یو امریکایی فوځ به وي نه افغاني، صرف د سرتیرو جسدونه به د افغان الاصله انسانانو وي خو ماغزه او لاس او پښي او انرجي به یې ټوله د امریکایانو او د هغوی د کفري نظام په چوپړ کې وي او د اسلام او مسلمانانو پر ضد به ټوپک کاروي، په دې باندې ټوله نړۍ هم پوهیږي، افغانان هم پوهیږي طالبان هم پوهیږي او آن پخپله سرتیري هم پوهیږي، دا کومه داسې خبره نده چې څه شک په کې وي.
خو دا چې یادو ځوانانو ته دا د نفقې د پیدا کولو لپاره یوه تر ټولو آسانه لاره ښکاري ځینې مجبورا او ځینې نور مقهورا له دغې منحوسې پروسې سره یو ځای شول، چې له پیل نه د افغانستان 90٪ خلکو په ځانګړې توګه ملا امامانو او دیني عالمانو د دغو سرتیرو له جنازو کولو څخه په کلي ډول انکار وکړ، خو د خطراتو له کبله یې له نور تفصیل ورکولو ډډه وکړه چې ووایی دا خلک کفارو جوړ کړي، کفار یې سپورټ کوي او د کفارو لپاره په جنګ جګړه کې وژل شوي او د منافقینو په صف کې شرعا شمیرل کیږي ځکه په خوله وایی مسلمانانو یو لمونځ او روژه هم نیسي خو عملا د کفارو په چوپړ او د مسلمانانو په وړاندې جنګیږی نو جنازه یی شرعا ممنوع او حرامه ده ځکه چې خدای پاک په قرآن کې خپل پیغبر ص ته د دا ډول خلکو په اړه په ټینګه امر کړی چې:
ولا تصل علی أحد منهم مات ابدا و لا تقم علی قبره انهم کفروا بالله و رسوله و ماتوا و هم فاسقون ()
ژباړه: د دوی پر یوه باندې هم لمونځ (د جنازې لمونځ) مه کوه کله چې مړه شي او مه یې پر قبر دریږه دوی پر الله او د هغه پر رسول کفر کړی او په داسې حال کې مړه شوي چې له اسلامه وتلي دي.
نو ځکه نه دیني عالمانو او نه هم عامو خلکو دې ته زړه ښه کاوه چې د جنازې لمونځ پرې وکړې آن تر دې چې ځینې عالمان د حکومت لخوا وګواښل شول، خو دا لړۍ اوس هم روانه ده، او د حکومت استخباراتي شبکو د دا ډول عالمانو په ترور لاس پورې کړې چې ژوندی مثال یې په ننګرهار کې د لسګونو عالمانو وژل کیدل دي، چې تیره ورځ د ننګرهار د نجم المدارس یو پیاوړي عالم هم ترور کړای شو.
خو برعکس ټول ملت دا هم ولیدل چې د هغه سرتیري صفي الله جنازه چې څه موده وړاندې یې په قندهار کې د خپل ټوپک شپیلۍ د سرو کافرانو په لوري واړوله او پوره 12 امریکایی سرتیري یې ځای پر ځای ووژل او جهنم ته واستول، تیره ورځ یې په جنازه کې په زرهاوو مسلمانانو ګډون درلود، داسې یوه جنازه وه چې د یوه ولسمشر جنازه هم په دومره ستر انداز او جوش او خروش او د خلکو په ډیروالي سره نه ده ترسره شوې، دا کار په څه دلالت کوي؟
دا له یوې خوا د یوه رښتیني شهید په یوه ستر کرامت دلالت کوي څو خلکو ته وښیئ چې د حق لاره کومه او د باطل لاره کومه ده؟ هغه چې څوک یې جنازه نه کوي او هغه چې په جنازه کې یې د خلکو ځای نور نه وي؟
الله تعالی خپل پیغمبر ته د داسې منافقینو په اړه اعلان کړی چې:
استغفر لهم او لا تستغفر لهم ان تستغفر لهم سبعین مرة فلن یغفر الله لهم.
ژباړه:
یعنی که ته ورته له الله ج بخښه وغواړي او یا یې ونه غواړی آن که اویا ځل هم ورته بخښنه وغواړي نو الله ج ورته بخښنه نه کوي.
خو دا چې د یوه حدیث په مصداق چې فرمایی: من یهده الله فلا مضل له و من یضلل فلا هادی له.
یعنی چې چاته الله هدایت کړی وی هغه څوک بی لاری کولای نه شي او څوک چې الله بې لارې کړي هغه ته لارښود نشته.
نو سره له دې روڼو حقایقو چې د سپوږمۍ په څیر ځلیږي خو ځیني له اسلام او مسلمانانو سره حسود او په پټه دښمني پالونکي اشخاص بیا هم یا خپلې خولې پټې نیسي او یا هم له حق نه انکار کوي او یا یې پر ضد اوتې بوتې وایي، خو دا خلک دې وپوهیږي چې هغه مهال به د خپل منافقت سزا وګوري چې کله یې سترګې پټې او قبر ته ورکوز کړای شي.



