نیویارک تایمز: تېره اونۍ کې ۱۵۴ عسکر وژل شوي دي

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۳تله، ۱۳۹۸)

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د تیرې اونۍ د تلفاتو په اړه یو راپور خپور کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا چې په تېره اونۍ کې ۱۵۴ تنه افغان عسکر او پولیس وژل شوي دي.

نیویارک ټامیز وایي چې د طالبانو تر ټولو خونړی برید په تخار کې وو چې د خواجه غار په ولسوالۍ یې وکړ او کابو ۳۰تنه ځواکونه پکې ووژل شول.

د ورکړل شوي راپور پر اساس چې ۲۷تنه ولسي خلک هم په تېره اونۍ کې وژل شوي خو دایې نه دي ویلي چې د چا په بریدونو کې وژل شوي.

باید وویل شي چې ملکي مرګ ژوبله ډیری وخت د ګډو ځواکونو په عملیاتو او شپنیو چاپو کې رامنځته کیږي چې تر ټولو خونړۍ پیښه یې په دې وروستیو کې د هلمند د موسي کلا وه.

مربوطه مطالب

Back to top button