عامې روغتيا وزارت: افغانستان کې ۴۴ سلنه مړينه د غير ساري ناروغۍ له امله ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۴، یکشنبه)

د عامې روغتيا وزارت د غير ساري ناروغيو د کنټرول د برخې مشر سيد حبيب الله اروال وايي، په افغانستان کې څلورڅلويښت سلنه مړينه د غير ساري ناروغيو له امله رامنځته کیږي.

د ښاغلي اروال په خبره، په دغه ناروغيو کې شکر، تنفسي، د زړه او سرطاني ناروغۍ شتون لري په وينا يې په دې کې يوويشت سلنه مرګونه د زړه د ناروغيو له امله دي.

د اروال په وینا، په دوويشت ولايتونو کې د زړه ناروغيو په اړه څيړنه شوې او د ساري ناروغيو په څلورو لويو ښارونو کې خو زياتوي د عامې روغتيا وزارت د روان کال له وري مياشتې راهيسې د ټول افغانستان په کچه سروې پيل کړې وه چې پای ته رسېدلې او پايلې به يې تر يوې مياشتې رسنيزې کړي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې غير ساري ناروغۍ تر ډيره د هوا د چټلوالي، د خرابو خوړو، چاغوالي، سګريټ، الکول کارولو څخه رامنځته کيږي.

د ښاغلي اروال په وينا، هر کال افغانستان کې څه د پاسه سل زره کسان د زړه د ناروغيو له امله ژوند له لاسه ورکوي زياتوي چې یاده ناروغۍ د ډيريدو په حال کې ده.

دغه راز اروال وايي، که څوک غواړي چې د زړه د ناروغيو څخه بچ پاتې شي نو نشه يي توکو استعمال دې بند، د سبو استعمال دې زيات، له باروتو کارولو او بوی څخه دې ډډه وشي او هڅه دې وکړي چې روزانه ورزش وکړي تر څو يې وزن تر خپلې اندازې زیات نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button