(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۵، دوشنبه)
له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼې پر افغانستان د امریکايي يرغل په اړه سرمقاله خپره کړې زياتوي امریکا د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر اوومه په دې پلمه برید وکړ چې ګوندې القاعدې د سپتمبر يوولسم بريد کړی او طالبانو د القاعدې مشرانو ته پناه ورکړې ده.
ويسا ليکي، امريکا پر افغانستان د B52 الوتکو تر سيوري لاندې د شمال ټلوالې د جنګياليو ملاتړ وکړ، د طالبانو حکومت يې نسکور او د نړيوالې ټولنې تر اشراف لاندې يې د نوي نظام بنسټ کېښود خو زياتوي له هماغې راهيسې د امریکا په مشرۍ نړيوال ائيتلاف په افغانستان کې د ترهګرۍ جګړې خلاف اعلان کړی چې اتلس کاله يې پوره شول.
د ويسا په سرمقاله کې راغلي، په تيرو اتلس کلونو کې له څلور لکه څخه زيات افغانان ووژل شول، د افغانانو د کور او کلي حرمت مات شو، امریکايي او د دوی ائتلافي ځواکونو داسې جنايات ترسره کړل چې انسانيت پرې شرمېږي، په زرګونو ښځې او ماشومان په ډير وحشت ووژل شول، د شپې چاپې او ړندې بمبارۍ تر ننه دوام لري.
ويسا زياتوي، دا چې له وحشتونو او وژنو وروسته اوس امريکا او د دوی تر اشراف لاندې د غني حکومت ادعا کوي چې افغانستان کې تر شلو زياتې ترهګرې ډلې له دولت سره جګړه کوي، د دې معنا لري چې د افغان اولس سياسي مشرانو ستره تاريخي غلطي کړې چې تور وحشت ته يې لبيک ويلی، هغوی ته يې لارې برابرې کړې څو افغانستان کې جګړه توده وساتي.
ويسا لیکي، ښايي د حامد کرزي په شمول ځينو سياستوالو به خپله غلطي ژر يا وروسته درک کړې وي خو په وينا يې لا هم ځينې يې د امریکا وحشت ته د رحمت په تمه دي چې د خپل اولس په قتلولو کې هغوی هم پړه بلل کيږي.
ويسا د سرمقالې په وروستۍ برخه کې ليکي، چې امريکا افغانستان ته نه د افغانانو په ملاتړ، نه د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغلې بلکې د خپلو ستراتيژيکو موخو لپاره يې وحشتونه او د اولس وژل او ځپل پيل کړل چې لا هم دوام لري.


















