(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۵، دوشنبه)
نن دوشنبه د تلې مياشتې په پنځلسمه نيټه د افغانستان د کورني کرکټ ليګ شپيزې شپږم پړاو لوبې په کابل کې پيل شوې.
دغه لوبې د ۲۰۱۳م کال راهيسې هر کال ترسره کيږي خو تير کال د ځینې تخنیکي ستونزو له کبله ترسره شوې خو سږ کال د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د کورني کرکټ ليګ شپږيزې لپاره يې تخنیکي چمتووالی بشپړ کړی او د کابل کرکټ لوبغالي کې يې د ليدونکو لپاره اسانتياوې هم برابرې کړي دي.
د کورني کرکټ ليګ ننۍ سيالي د بند امير ښامارانو او د کابل بازانو تر منځ ترسره کيږي.
د لوبې پچه د کابل بازانو وګټله چې مشري يې اصغر افغان کوي او لومړی يې د توپوهنې پریکړه وکړه.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د شپږيزې په دې پړاو کې شپږ (امو نهنګان، بندامیر ښاماران، بُست ساتوونکي، کابل بازان، مېس عېنک اتلان او سپين غر زمریان )کورنۍ لوبډلې برخه لري چې هره یوه به يې پنځه- پنځه لوبې کوي زياتوي چې دغه سيالۍ به تر دوو اونيو پورې دوام ولري.
تر دې مخکې د افغانستان په کورني کرکټ لیګ کې بهرنيو لوبغاړو هم برخه لرله خو د کرکټ مسؤولینو په وينا سږ کال ټول لوبغاړي کورني دي او هيڅ بهرنی لوبغاړی پکې شتون نه لري.


















