سرلیکنه
څه وخت چې د اسلامیت شرقي غلیم په افغانستان کې د په اسلام مینو افغانانو په بې دریغه وینو تویولو ستړی شو او د افغانانو په وینو ککړ په خورا خجالت او له شرمه ډکه فضا کې وتښتید خو ځپل شویو افغانانو لا د آرام ساه نه وه اخیستې چې د اسلامیت غربی غلیم بیا ځلې پرې د هټلري وژنو ناتار پیل کړ.
دې وژنو ته د دواړو غلیمانو درواغجنې او مهندسي شوې بهانې ډېرې دي له بنسټپالۍ نیولې تر اشرارتوب، اخوان الشیاطین، توره ارتجاع ، د انګلیس مزدوران او اوس القاعده ، ترهګر ، د پنجاب مزدوران او داسې نور هغه تورونه چې د بیګناه افغانانو د وېنو تویولو لپاره سنجول شوې پلمې دي خو په حقیقت کې د وژنو اصلي او حقیقي موخه د اسلامیت ورکول او د مسلمانانو کمزوري کول او بالآخره خدای مکړه ذلیل کول دي.
د شرقي استعمار وژنو تر ډېره په ډانګ پییلې بڼه هم درلوده خو د غربی استعمار وژنې چې د اکتوبر په اوومه یې د یهودو او نصاراو په لاس بنسټ اېښودل شوی د شرقي استعمار تر وژنو خورا مکارانه او له خطرونو ډکې دي که چېرته مسلمان ملت یې په اړه بې اعتنایي وکړي.
د اکتوبر اوومه د غویي اوومې او د جدي د شپږمې هغه تسلسل دی چې اسلام او افغانستان او افغانانو د نیست او نابود کولو په فکر د دو سترو وحشي معاصرو نړیوالو ځواکونو لخوا په پوره تخطیط او پلان سره په ګډه او متفقانه توګه پیل شوی او تر هغې به ادامه ولري چې یا افغانان خپل ټوپک له اوږې کوز نکړي او د خپلو پلرونو او نیکونو په څېر دواړو دښمنانو ته خوله ماتوونکي ګوزارونه ورنکړی او یا د تسلیمۍ او غلامۍ جغ پر اوږو کښینږدي.
خو له نیکه مرغه چې اوسني مجاهدین د پخوانیو مجاهدینو په پرتله یو موټی یوه خوله او یو قوت دی چې دا یې د حتمي بریا ستره نښه ده.

















