ټرمپ په یوه ټویټ له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو امر وکړ

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۵تله، ۱۳۹۸)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر صادر کړی دی.

ټرمپ ویلي چې دوی نور نه غواړي چې په بې ځایه جګړو کې ځان ښکېل کړي

ده لیکلی: “موږ نه غواړو چي په بې پایانه جنګونو کي لتاړ پاتې شوو موږ به هلته وجنګېږو چي زموږ په ګټه وي، او یوازي به د جنګونو د ګټلو لپاره وجنګېږو.”

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې چې امریکا له دې ځایه ۷۰۰۰میله لرې ده او په ټکو یې، دا سیمه له ترکیې، ایران، عراق، اروپا او روسیې سره تعلق لري.

نوموړي د داعش په اړه لیکلي دي: “که چیرته داعش بیا موږ ته رانژدې شي نو موږ به يې پوپنا کړو.”

د یادونې وړ ده چې د ډونالډ ټرمپ ډیری پرېکړې په خپل ټویټر راڅرګندیږي، د ځینو کارپوهانو په اند چې نوموړی ممکن یوه ورځ له افغانستانه د امریکایي سرتیرو د وتلو اعلان هم په خپل ټویټر وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button