د اکتوبر اوومه او له هېواد سره د نړی جفاء.

ليکوال: احمد منصور

اتلس کاله دمخه د اکتوبر اوومه د تاريخ له لحاظه حساسه، خو د افغانانو لپاره د بدمرغيو، او ناخوالو د بيا پيل ورځ وه. اولس باندې رڼا ورځ توره شپه، د خوښۍ شېبې ترې هېرې او د غم او وير په ټغر کېناستل. هو دا هغه ورځ وه چې امريکايی مستکبرينو د دوه څلويښت هېوادو په ملګرتيا زمونږ د هېواد ځمکه او فضاء اشغال کړه. هغه نظام يې را وه نړاوه چې د نفاذ په خاطر يې اولس جهادونه، او هجرتونه کړي وه. زحمتونه او تکاليف يې په ځانونو ګاللي وه.

خو له افغانستان سره د سيمې او ګاونډي هېوادو چې اسلامي ممالک هم شامل ول جفاء د يادولو ده، که څه هم هغه وخت اميرالمؤمينين ملا محمد عمر مجاهد [رحمه الله] له اسلامي هېوادو وغوښتل تر څو له دوی سره يو ځاي له اسلام، دين، او اسلامي خاورې څخه دفاع وکړي د دې پر ځای چې اسلامي هېوادو د ملا صيب امر منلی وای، بر عکس يې له امريکايانو سره زمونږ د هېواد په اشغال لوکې مرسته وکړه، امريکايانو ته يې لارې ورکړې تر څو افغانستان ته خپل پوځيان، او تجهیزات وارد کړي، هېوايې ميدانونه يې ورته په واک کې ورکړل، د هېواد د رښتينو بچيانو په شيهدانولو او اسيرانولو کې ور سره مرستويان شول، لنډه دا چې اسلامي هېوادو ته اسلام نه بلکې خپلې ګټې مهمې وې. د امريکا ويره پرې غالبه وه، او شنو ډالرو ترې هر څه هېر کړي وه.

افغانان د وير او غم په تغر ناست ول د اسلامي هېوادو پلورل شوو چارواکو خپلې نېشې او تماشې کولې، افغانانو د شپې خوبونه د امريکايې الوتکو، د بمونو له آوازو نشوای کولی خو دوی به د ورځې په دفاترو کې په پستو چوکيو ناست ول، او د شپې خوبونه يې په پستو پالنګو کول، د افغانانو بچيان د امريکايانو د بمبارۍ له وېرې علمي مراکزو ته نه تلل، خو د دوی بچيانو د نړۍ په مشهورو ښونځیو او پوهنتونو کې درسونه ويل. يقنا چې نړۍ خوصوصا يو شمېر اسلامي هېوادو له افغانستان سره ستر جفا وکړه.

اسلامي هېوادو خو هغه وخت خپل نظامونه وساتل خو تاريخ بايلود لکه څنګه چې ملا صيب د يو اسلامي هېواد چارواکو ته ويلي وه تاسو خپل نظام وساتئ ځکه تاسو تاريخ نه لري مونږ خپل تاريخ ساتو نظام بيا هم جوړ وی شو.

تاريخ به ضرور په خپلو پاڼو کې د دوي جفاء ثبت کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button