امریکا روان کال کې پر افغان خاوره ۵۴۳۱ بمونه غورځولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۷، چهارشنبه)

د امریکايي رسنيو د راپورونو له مخې، امریکا روان کال کې پر افغان خاوره تر دې دمه ۵۴۳۱ بمونه غورځولي دي.

راپور زياتوي، یوازې تيره سپتمبر مياشت کې ۹۴۸ بمونه غورځول شوي چې دا د ۲۰۱۰م کال راهيسې په یوه مياشت کې د غورځول شويو بمونو تر ټولو لوړه شميره بلل شوې ده.

راپور کې راغلي، په هوايي بريدونو کې وروسه له هغې زياتوالی راغی چې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات لغوه او پر هغوی د فشار لباره د بریدونو د زياتوالي امر وشو.

د سرچينې په وينا، که د هوايي بریدونو لړۍ همداسې دوام پيدا کړي نو د تېر کال په پرتله به د هوايي بريدونو او پر افغان خاوره د بمونو غوځولو کچه هم لوړه شي.

که څه هم امریکايي ځواکونو ادعا کړې چې په يادو بریدونو کې يې تر ډيره وسله وال او د هغوی مرکزونه هدف ګرځولي خو د راپورونو او بې پرې بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، د امریکا په هوايي بريدونو کې تر ډيره ملکي ميشت ځايونه په نښه شوي چې مرګ ژوبله يې هم ملکي وګړو ته زياته اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button