کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ تله ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو د وزیرو تنګي تر نیولو وروسته له داعشي ملېشو د تورې بوړې ځینې برخې نیولي او دپاتې سیمو دنیولو لپاره یې سختې جګړې پیل کړي.
کابل ټکي کام ته یوشمېر ځایي سرچینو تائید کړې چې د طالبانو جنګي قطعات تر تورې بوړې رسېدلي، او دداعشي ملېشو دمهماتو ځینې فابریکې یې هم تصرف کړي دي.
سرچینې وایي، طالبانو په توره بوړه کې یوه د ماینونو جوړولو فابریکه، دوه کشفي الوتکې چې یاده سیمه ه کې ځای پر ځای شوي وې اوځینې مختلف النوعه وسلې هم نیولي دي.
سرچینې زیاته کړې، داعشي ملېشو دسلیمانخیلو تنګي په ګډون یوشمېر سیمې بغیر له جګړې پریښي او نورو سیمو ته تښتیدلي دي.
ځایي خلک وایي، داعشي جنګیالي تیره ورځ د دیبالا ولسوالۍ په طرف ولاړل او په سلیمانخیلو تنګي کې یې ماینونه ځای پر ځای کړي خو داعشي وسلوالو دجګړې توان له لاسه ورکړی ټولې سیمې یې بغیر له مقاومته پریښي.
ځایي خلک زیاتوي، طالبان مخ په وړاندی روان دي خو د ماینونو د شنډولو له امله په کراره خپل عملیات ترسره کوي چې ژر به ننګرهار ولایت له داعشي ملېشو تصفیه شي.
















