کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ تله ، ۱۳۹۸ل)
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا افغان جګړه ناکامه اوخپله ښکېتیا یې یوه قوي تېروتنه بللې چې په خبره یې، نور باید له یادې جګړې ځانونه وباسي.
د امریکا ولسمشر وایي، اوس د دې وخت دی چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او یاد مصارف دامریکا په بیارغونې ولګوي.
ډونالډ ټرمپ چې د ټاکنیز کمپاین په یوه ناسته کې یې خبرې کولې وویل، ټاکل شوې وه چې متحده ایالات په افغانستان کې د لنډې مودې لپاره پاتې شي، خو دی وایي دغې جګړې ۱۹ کاله دوام وکړ.
ټرمپ زیاتوي، له دې وروسته په نړۍ کې اوږدې جګړې ختمول غواړي او ژر به له افغانستان څخه خپل ځواکونه هیواد ته ستانه کړي.
که څه هم ټرمپ وایي، امریکایي ځواکونه به خپل هیواد ته ستانه کړي، خو په دې تړاو یې زیات جزیات تر اوسه نه دي ورکړي.
تردې وړاندې هم ځینې لوړ پوړو امریکایي چارواکو او ورځپاڼو دافغان جګړې پایته رسول غوښتي و، او سپارښتنه یې کړې وه چې داجګړه نظامي حل نه لري؛ باید ددایمي سولې لپاره سیاسي لارې چارې ولټول شي.
















