کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ تله ، ۱۳۹۸ل)
دایراني رسنیو په ګډون یو شمېر بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې په سور سمندرګي کې د سعودي عربستان په سواحلو کې د ایران د تېلو په لېږدوونکې یوې کښتۍ کې درنه چاودنه شوې او اور یې اخیستی دی.
راپورونه زیاتوي، په یادې ایرانۍ کښتۍ کې چاودنه نن د سعودي له بندري ښار جدې څخه نږدې سل کیلومتره لېرې شوې ده.
ایراني رسنیو راپور ورکړی دی او لیکي، دې چاودنې د تېلو دې ایرانۍ بېړۍ ته دروند زیان اړولی دی او تېلو ترې په سره سمندرګي کې لارې کړي دي.
راپورونه وايي، د پېښې په اړه څېړونکو دا احتمال نه دی رد کړی چې چاودنه به د یو برید له کبله وي.
دامهال سعودي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو ممکن چې له دې برید وروسته دایران او سعودي ترمنځ راپیداشوی کړکېچ لا پیچلی او یو قوي بحران ته لار هواره کړي.
تردې وړاندې دسعودي په ځینې لویو تیلي تاسیساتو سخت بریدونه سوي و، که څه هم دهغو بریدونو مسئولیت دیمین یاغیانو منلی و؛ خوسعودي او امریکا یاد بریدونه دایران کار وباله او بندیزونه یې پرې وضعه کړل.
















