لیکوال: امین وردګ
که څه هم چې ځینې انسانان ( په ذوق او سلیقه کې) یو له بل سره بیخي ډېر توپیر لري، چې د چا یو شی خوښيږي او د چا بل، څوک مستي خوښوي، څوک هستي؛ څوک په ژړا مین وي او څوک په خندا.
خو زما بیا د ژوندانه په ټولو خوږو صحنو کې دغه درۍ ډېرې خوښې شوې دي.
۱- له داسې نجلۍ سره کوزده چې هم عالمه، هم عاقله او هم ښائسته وي او ته بې اختیاره مینه هم ورسره ولرې، خو په دې شرط! چې په بدن یې نه ستا لاس لګېدلی وي او نه د بل چا، بیا له واده نه مخکې له هغې سره (د هغې د پلار) په کور کې لیدنه وکړې، مګر چې هېڅوک دې مزاحم نه شي، خو له شاوخوا ګاونډیانو هم پټ ورشې!
چې کله ورسره نږدې شې، نو له هغې سره په داسې حال کې خبرې پیل کړې، چې ستا د زړه درزا هغه آوري او د هغې ته! چې بیا یې تر ډېره وخته یو بل ته د یادګار په توګه یادوئ هم.
دا په ژوند کې ډېره خوږه صحنه ده.
۲- چې د پسرلي لنډې شپې وي او ته یې په دریمه برخه کې راویښ شې (خو چې پرته له الله ج نه بل څوک په ځان خبر نه کړې) بیا لاړ شې اودس وکړې او د لمانځه لپاره بېرته کوټې ته راشې، په مصلا باندې کېنې؛ حال دا چې تر دغه وخته څو – څو واره په ناستو او ولاړو خوب هم زنګولی وې.
بیا په مصلا باندې خپل رب ته په سلګیو – سلګیو کې خپلې خطاوې او جفاوې یادې کړې، له ښې ډېرې ژړا وروسته څلور رکعته لمونځ وکړې – خو چې قرائت او ټول تسبیحات په سلګیو کې ولولې او ګرېوان دې داسې لوند شي؛ چې اوښکې دې د نامه تر غوټۍ پورې لا ورسیږي- بیا سلام وګرځوې او لاسونه د آسمان خواته لپه کړې، دلته هم ښه ډېر وژاړې، بیا لاړ شې او د خپلې بي بي له څنګه دومره آرامه پرېوزې، چې هغه درباندې راویښه نشي، کله دې چې اوښکې وچې شوې او عادي حالت ته راغلې، نو ورو او په ناز سره هغه هم راویښه کړې او د تهجد ورته ووایې، هغه پوښتنه درنه وکړي چې ګرانه! تا تهجد وکړ؟ ته ورته ووایې چې: هو ګرانې، ما خو وکړ، الله یې دې قبول کړي، اوس ستا نوبت دی، کوزۍ (ګډوه) مې درته ډکه کړې ده ، زه به ویده شم! بیا هغه تهجد ته پورته شي او ته په تخت باندې پرېوې.
دا هم د ژوند له خوندورو او خوږو صحنو څخه یوه ده.
۳- کله چې د دین له دښمن سره د مخامخ جګړې بلنه درکړل شي او ته په ډېره بیړه د دنیا ټول کارونه پرېږدې او په منډه خپلې نازولې معشوقې ته غږ وکړې چې: زرکوه ګرانې! ماته اوبه یوسه او هغه تورې جامې مې هم راته تیارې کړه ، نازولې مېرمنه دې هم په تلوار سره اوبه درته راوړي او بیا په ډکو سترګو او مسکیو شونډو درته ووایي: بیا راغلي؟ او ته یې لاس په لاس کې ونیسې او ورته ووایي: ګرانې! د الله حکم دی! فقط دعا راته کوه، بیا لاړ شې حمام ته، غسل وکړې او تورې جامې واغوندې، کله چې را ووزې چانټه، توپنچه او راکټ دې مېرمنې تیار په لاسونو کې درته نیولي وي او د ګوتو په څوکو خپلې اوښکې پاکوي او ته ورته خاندې، کله چې ځان بسته کړې او په موټر سیکل پښه واړوې اکسلټر ورکړې، دا دروازه نیمه درته خلاصه کړي، بیا یې بېرته پورې کړي او په دغه وخت کې غاړه درکړي او په سلګو – سلګو کې درته ووایي: ګرانه! زه خو بې له تا ژوند نشم کولای! له الله نه مې غوښتي چې له تا سره یو ځای (د ډرون په حمله کې) شهیده شم، کاش چې موږ ته هم اجازه وای، خامخا درسره تلمه او ته ورته وخاندې، بیا تسلې ورکړې چې؛ تاسو له موږ سره سم نیم سهم لرئ، زما په هرو دوو (قبول شویو) قدمونو کې یو ستا لپاره حساب دی او که شهید شوم او الله ته مې وینه منظوره شوه، نو قسم اخلم چې شفاعت به دې خامخا کوم ان شاءالله.
کله چې له کوره ووزې او روان شې، بیا له هغه ځایه شاته راوګورې چې نور ستا کور پنه کیږي او نازولې ملګرې دې غلې د دروازې څنګ ته ولاړه وي او ستا خواته ګوري، ته ورته ودرېږې او لکه آخري دیدن چې ورسره کوې، داسې لاس ورته پورته کړې او دا هم د ښي لاس دواړه ګوتې (د ټیکري له شملو سره ملې) تندي ته پورته کړي او بیا ځای پر ځای کښېني او ته ترې روان شې، پسې پنه شې.
کله چې له ملګرو سره یو ځای شې، بیا د کمین ځای ته ټول ورسېږئ او هلته د ملګرو تر منځ لانجه شي؛ یو به وایي چې وړاندې زه ورځم، بل به وایي چې نه زه! او ته (د دغې کمین) امیر ته ووایې چې: ستا دې قسم په الله وي که به دغه ځای ته ما نه ورلېږې، خیر دی! ما هغه ځای ته ولېږه، او هغه اجازه درکړي، بیا دې په سترګو ښکل کړي او د ذکر، احتیاط او پوره ځیرکتا توصیه هم درته وکړي، بیا چې کله ته هغه سخت ځای ته ورشې او هلته د خدای د دښمن د راتګ په انتظار کې د الله نوم یادوې او زړه دې رپيږي؛ نو چې کله دې په دښمن سترګې ولګیږي او ته خپله وسله ورته تیاره کړې، رنګ دې زېړ او شونډې دې وچې شي او د (الله اکبر) نارې ته ځان تیاروې؛ دا هم په ژوندون کې ډېره خوندوره صحنه ده.
خوږې خاطرې او صحنې به ډېرې وي، خوا زما دا درۍ بیخي ډېرې خوښې شوې دي.

















