کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکینزي ډلې یوځل بیا له دویم پړاو ټاکنو سره مخالفت او دخپلې څرګندې بریا اعلان کړی دی.
د یاد ټیم مرستیال اسدالله سعادتي نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې د خلکو د رایو پر دفاع ټینګار کړی او تور یې پورې کړی دی چې کمیسیون کې ځینې کړۍ د یو نوماند په ګټه کار کوي.
هغه زیاته کړې، ټاکنو کمیسیون کې ځینې کړۍ د یو مشخص نوماند په ملاتړ په دې هڅه کې دي چې ناپاکې رایې هم سیسټم ته داخلې کړي خو بریالي به نه شي.
نوموړي ټینګار کړی چې که چېرته کمیسیون قانوني عمل ونه کړي، نو له هرې ممکنه لارې څخه به د خلکو د رایو ساتنه وکړي.
سعادتي زیاته کړې، دویم پړاو ته د تګ اړتیا نشته، شمېر یې نه اعلانوي خو په ډاډ سره ویلی شي چې رایې یې د نورو نوماندانو په پرتله پاکې او ډېرې دي.
اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله دټاکنیزو بنسټونو او بهرنیو سفارتونو له خبرداریو سره سره دا دویم ځل دی چې د خپلو پلویانو رایې پاکې او د بریا اعلانونه کوي.

















