(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۱، یکشنبه)
د اولسي جرګې غړي او شنونکي اندېښنه لري وايي، حکومت هڅې پيل کړي څو بدخشان ولايت په دوو ولايتونو وويشي او په سيمه کې د پامير په نوم نوی ولايت رامنځته کړي.
د ولسي جرګې غړي او شنونکي وايي، د حکومت دغه هڅه چې بدخشان کې نوی ولايت رامنځته کوي د پامير په نوم د یوه مستقل هيواد د طرحې د عملي کيدو سره مرسته ده چې دا به سیمه یو بل ناورین سره مخ کړي.
په سیمه کې د نوي هيواد د طرحې په اړه ويل کیږي چې له ډيرې مودې راهيسې د سیمې ځينې هيوادونه په دې اړه هڅې پيل کړي څو د (چترال، ګلګت، پامير او د تاجکستان او بدخشان) ځينې سيمو کې د پامير په نوم مستقل هيواد جوړ کړي چې آغاخان پکې ځانګړی رول لري.
اوس ګډ حکومت هم د پامير په نوم د ولايت جوړولو له لارې د نوي د هیواد د رامنځته کيدو د طرحې عملي کولو هڅې پيل کړي دي.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي، د طرحې د عملي کولو په لومړۍ مرحله کې لومړی د افغانستان او تاجکستان بدخشانونه او ورپسې د چترال او ګلګت سیمه کې شامليږي.
په عین حال کې د چارو شنونکی رحمت الله بېژن پور هم وايي، چې د حکومت له لوري د پامير ولايت رامنځته کولو پلان د هغې طرحې سره مرسته ده چې پر اساس يې ځينې هيوادونه غواړي د پامير په نوم هيواد جوړ او پر ټوله منځنۍ او جنوبي اسيا کنترول ولري.
د بېژند پور او د ګلبدين حکمتيار د مرستيال حفيظ الرحن نقي په وینا، په سيمه کې د پامير په نوم نوی هیواد به دوهم اسرائيل وي او سيمه به د اور لمبو ته وغورځوي.
تر دې مخکې د مخکيني ولسمشر حامدکرزي د دفتر مشر عبدالکريم خورم هم په بدخشان کې د یو شمير هيوادونو له خوا د نوي هیواد د جوړیدو خبر ورکړی و.
ويل کیږي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم په سیمه کې د آغاخاني دولت د جوړيدو راپورونه خپاره شوي و چې امریکايانو په پامير کې له طالبانو د یوې پوځي اډې غوښتنه هم کړې وه، خو طالبانو نه وه منلې.
خو په ورته وخت کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند سیدشاه سقیم وايي چې حكومت د پامیر په نامه د کوم نوي ولایت د رامنځته کولو پلان نه لري.

















