(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۱، یکشنبه)
د راپورونو له مخې، د غزني ولايت په ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بريد تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط په بالای سيمه کې هغه مهال ترسره شوی چې ګډو ځواکونو غوښتل په سیمه کې عملیات وکړي.
ځايي باوري سرچينې وايي، طالبانو په ګډو ځواکونو وسله وال بريدونه او چاودنې کړي چې هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبان هم په سیمه کې په ګډو ځواکونو بريد تاييدوي وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، چې د امریکايی او د صفر یو قطعې ځانګړي ځواکونه د یادې ولسوالۍ د تاسنګ سيمه کې د عملياتو لپاره راغلي و چې د طالبانو د بريدونو سره مخ شول.
د مجاهد په وينا، په ګډو ځواکونو چاودنه او بريد شوی چې په ترڅ کې يې یو امريکايي او شپږ د صفر یو قطعې عسکر وژل شوي او یو شمير نور ټپيان دي، یو هايلکس موټر يې ویجاړ شوی دی.
د غزني امنیتي مسؤولین په یاده سيمه کې د ګډو ځواکونو عمليات تاييدوي او هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په یاده پيښه کې د امریکايي عسکر د وژنې په تړاو څه نه دي ويلي.
وخت ناوخت د طالبانو په بريدونو او چاودنو کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ زوبله اوړي چې هغوی يې د خپلې پاليسۍ له مخې معلومات نه رسنيز کوي.

















