د عربو واکمن اوس (حرمین) په غربیانو ساتي!!

لیکنه: امین وردګ
کله چې عراق پر کویټ باندې برید وکړ او دغه وړوکی هېواد یې لاندې کړ، نو د عربستان واکمنو (آل سلول) له امریکایانو مرسته وغوښته.
امریکا هم ټټر ورته ووهلو؛ خو د بیخي ډېرو پیسو په بدل کې!
بیایې نو (د قضائي مصئونیت، ټولو مصارفو او ګڼو نورو… شرائطو تر څنګ) د دائمي هډو شرط هم پرې ومانه.
خو دغو غربپالو، یوازې د خپلې واکنۍ د دوام په خاطر دا تاریخي ذلت په ځانونو ومنلو او هغې مقدسې خاورې ته یې د امریکا د (بلېک واټر) په نوم نجس او بد اخلاق فوځونه دننه کړل، چېرې چې د فخرالعالم او ستر مجاهد محمد رسول الله (صل الله علیه و آله و سلم) او د هغه مبارک تر لک زیاتو صحابه کرامو پاکې او قیمتي وینې تویې شوې وې.
آل سلول (چې ځانونه آل سعود بولي) د اسلامي تاریخ په تندي تور داغ شول.
دغې پلیتې او بد اخلاقې کورنۍ، ټوله اسلامي نړۍ یهودو او عیسایانو ته خجله کړه.
په ایمان یې ووایئ!
که چېرې د عربستان اوسني واکمنان د غرب مزدوران نه وای او د امریکې خلاف جګړه یې جهاد بللای، بیا د حرم شریف امام (د حج په شپو- ورځو کې) داسې اعلان کړی وای چې: اې د نړۍ مسلمانانو! حرمین شریفین په خطر کې دي! زموږ مرسته وکړئ؟
څه فکر کوئ! چې ټول حاجیان به (په همغه ځای) نه وای بسیج شوي؟ له ټولې اسلامي نړۍ څخه به د ځوانانو داوطلبانه قافلې نه وای ور روانې شوې او له هغه ځایه به یې نړۍ نه وای تسخیر کړې؟ سره د دې چې څومره نقدې پیسې سعودي عربستان لري؛ له بل هېڅ اسلامي، یا کفري هېواد سره نشته.
که چېرې له دوی سره د اسلام، اسلامي قلمرو او مسلمانانو غم وای، نو له ټولو اسلامي ممالکو به یې ځوانان ورغوښتي وای او یو قوي فوځ به یې تیار کړی وای، بیا به نو د مظلومو مسلمو پرګنو خوڅ سرونه د فوټبال میدان ته نه تلل او په وینو به یې ویالې نه وې ډکې شوې او دا کار دوی کولای شي! ځکه چې الله (ج) کافي امکانات ورکړي دي.
خو ؛ نه!
دوی غرب ته لکه سپي داسې لکۍ وهي، پرون یې همدغو غربیانو د تېلو په زېرمه برید وکړ، نن یې شهزاده ګوټي (محمد بن سلمان) بیا امریکې ته لمنه وغوړوله چې: هله! ایران توغوندي راشړلي، مرسته مې وکړه؟
هغوی هم د بې شمېره پیسو په بدل کې بیا دری زره(۳۰۰۰) بد اخلاقه هلکان او نجونې ور واستول، که څه هم چې تر دې وړاندې (د دوی له خولې) څورلس زره (۱۴۰۰۰) فاحش او لادین ځناور هملته پراته وو او د حجاجو کرامو له جیبونو به یې شوکې کولې او بیا به یې په خرمستیو لګولې ((مانا دا چې؛ دوی یې د آل سلولو له خورجینو خوري او هغوی یې د حجاجو له جیبو))
زما کلک یقین دی چې؛ نه خو یوازې په خپله خوښه حوثي یاغیانو (شیعه ډلګۍ) د آل سلولو په تېلو ګذار کړی او نه ایران! بلکې فقط د امریکې په مصرف او خوښه پلان شوی ګذار ؤ، چې له آل سلول څخه هم پیسې وشکوي او هم په دغې مقدسه خاوره باندې د خپل پلیت قشر (بلېک واټر) قدمونه زیات کړي، تر څو عیاشیو او فحاشیو ته لاره برابره شي او هم یې د دې لپاره دا کار وکړ ؛ چې که کوم وخت له دغه ځایه اسلامي شورش او حرکت رامنځته کیږي، نو دوی به یې مخه نیسي.
که مې علماء کرام نه ملامتوي او لږه حوصله راته کوي ؛ نو زما زړه خو دا غواړي چې باید ټولې اسلامي نړۍ د عربستان له حکومت سره جوت پرېکون (بایکاټ) اعلان کړی وای او په زغرده یې ورته ویلي وای چې: څو د غربیانو اِعزاز او اِکرام ته قائل وئ او څو مو په غاړو کې د غرب زنارونه پراته وي؛ موږ نه حجونو ته درځو او نه هم عمرو ته.
که نور مو وس نه ورته رسيږي، نو د خپلو جیبونو دا پاکې پیسې خو مې پرې بندولای شوای!
که د دغه حدیث مبارک مصداق په نظر کې و نه نیسو چې ((صلوا خلف کل برٍ و فاجرٍ)) نو په زغرده ویلای شو چې: د حرم شریف په اوسنیو امامانو پسې نمانځونه نه کیږي!
ځکه چې د اشغالګرو غربیانو په وړاندې جهاد فتنه او ترهګري بولي او په ممبر د حق بیان نه کوي، بلکې د آل سلول احکام او قوانین (د اسلامي احکامو په نوم!) خلکو ته بیانوي؛ چې په دغه نکته کې سل په سل کې د کفر وېره شته.
زه مفتي نه! بلکې یو حقپرست لیکوال او مبارز یم؛ خو دومره پوهېږم چې؛ څوک د یوه فاسد او منافق قول، د الله او د هغه د استازي قول بولي، هغه کافر باالله دی.
که ریښتیا هم د حرم شریف امام، د آل سلولو په ګټه احادیث تحریفوي، نو شک نشته چې سړی فقط د مسلمان په جامه کې! دغه پیغمبري مقدس ممبر ته ختلی او اسلام سرکوبوي.
زه د سعودي له مفتیانو څخه دوې پوښتنې کوم او هغه دا دي : که چېرې د عراق او سوریې، یا کوم بل… هېواد سره په جګړو کې (د بلېک واټر له ډلې څخه) هغه فوځي ووژل شي؛ کوم ته چې تاسو د پیغمبر په کلي کې ځای ورکړی ؛ مرګ یې څنګه بولئ؟ شهید ورته وایئ ، که مړ او یا هم مردار؟
او بله دا چې: د مسلمانانو او امریکایانو تر منځ جګړو ته مو څه ډول فتوا تیاره کړې ده؟
امریکایان شهیدان بولئ، یا یې مسلمان مخالفین او که نه! دواړه خواوې شهیدان یا مردار ګڼئ؟



