یوناما: ټول نوماندان دې دټاکنو خوندیتوب ته ژمن اوسي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ تله ، ۱۳۹۸ل)
دافغانستان په پلازمینې کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه اعلامیه کې د ټاکنو له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې ده چې د ټاکنو د خوندیتابه لپاره او په ځانګړې توګه د مهالوېش له مخې د ټاکنو د پایلو اعلان ته پوره درناوی ولري.
یوناما په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ټول اړخونه د ټاکنو د باوري کېدو لپاره ګډ مسوولیت لري؛ پکار ده چې ددې مسئولیت درناوی وکړي.
یوناما په داسې حال کې دا غوښتنه کوي چې تېره ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنۍ ټاکنیزي ډلې دوهم مرستیال اسدالله سعادتي د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د رایو شمېرلو پر بهیر نیوکه وکړه.
سعادت زیاته کړه چې د یاد کمیسیون ځینې غړي د یو مشخص نوماند په ګټه ناپاکې رایې سیسټم ته داخلوي اوپاکې رایې له منځه وړي.
یوناما دغه راز ویلي، ټول اړخونه باید تر نظر ورکولو مخکې د رایو شمېرلو د بهیر په اړه کره معلومات ولري.
دیادونې وړ ده چې دپایلو تر اعلان وړاندې دوه حاکم ټیمونه دخپلې بریا وړاندوینې کوي، بنسټونه ویره لري که دا لړۍ دوام وکړي؛ ټاکنې به دویم پړاو اویا دتېر په څېر یو فاسد حکومت رامنځه شي.



