ای د نړۍ مسلمانانو! یا به یو کیږو کنه ورکیږو / تبصره

راټولوونکی: ډاکټر یوسف اکبري

الله تعالى مونږ ته په عدل کولو امر کوي لکه چې فرمايي: (إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُکُمْ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ). سورة النحل: ٩٠.

 (الله بې شکه تاسو ته په عدل او ښېګړې کولو امر کوي). او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته الله تعالى فرمايي چې خلکو ته ووايه : (وَأُمِرْتُ لأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ). سورة الشورىٰ : ١٥.

(او ماته امر شوى دى، چې ستاسو تر منځ  عدل وکړم) نو عدل د ژوند په هر ګوټ او هر اړخ کې مطلوب دى چې د ټولو په سرکې د نظام، امامت، حکومت او سياست اړخونه دي.

 اوس نو د الوهيت د توحيد په بحث کې د تحاکم تر عنوان لاندې څېړنه را واخله، د حاکميت له دې څېړنې سره يې يو ځاى کړه او بيا خپل ځان خپل چاپېريال، اسلامي نړۍ، اسلامي تنظيمونه، اسلامي ټولنه او دا اوسني اسلام نما حکومتونه پرې وتله، بيا د تعصب، تذبذب او تقليد چشمې لرې کړه، د عدل، انصاف، حقيقت او ديانت په روښانه سترګه ورته وګوره چې څوک تر کومه مسلمان دى او څوک له دعوې سره مرتد يا منافق دى؟.

 الحمدلله په اسلامي امت کې ډېر خير دى، د اسلام مخلص بچي، حق پرست علماء، په اسلام ميين عوام، په اسلام ځان ښندونکي ځوانان او زړور، پياوړي، ننګيالي او نوميالي مسلمانان، د اسلام په خدمت کې بوخت دي او هر څوک د خپل وس په کچ ونډه پکې اخلي، تردې چې تنکي زلمي او تنکۍ پېغلې خپل سرونه په لاس کې نيسي، خپل مال هال، کور، کورنۍ، مور او پلار خپل خپلوان د ځوانۍ خواږه او هر څه د اسلام په لوړولو کې د الله د رضا لپاره د الله په لار کې پرېږدي او د اسلام لپاره ښندنې کوي، د اسلام او اسلامي امت د وياړ شمله هسکوي، اونږدې ده چې ان شاء الله تعالٰى د همدې قربانيو او خدمتونو پايلې به د کفر د بشپړې ماتې او د اسلامي شامل، کامل او عادل نظام قيام وي.

 له بله پلوه د مسلمانانو په سرکفراً، ظلماً او عدواناً مسلط شوي حکومتونه او نظامونه وګورئ، هريو دعوه کوي چې زمونږ نظام اسلامي دى او مونږ مسلمانان يوو. د هغوى دين پلورونکي ملانما ګوډاګيان او اسلام نما تنظيمونه د هغوى د خواهشاتو مطابق فتوې ورکوي

 راځئ چې وګورو، چا وضعي قوانين د دستور او قانون په حيث ظلماً او عدوناً نافذ کړي دي؟څوک په موجوده تقسيم او په اوه پنځوس (٥٧) دولتونو وېشلو خوښ دي؟ او رسمي اعتراف پرې  کوي؟ څوک د ملل متحد د کفري ادارې د اسلام خلاف پرېکړې مني؟ او هلته د وضعي کفري قوانينو تابع  دي؟ او په خپله خوښه يې ورته غاړه  ايښې ده؟.

 هغه ملګري (؟) ملتونه چې هلته د (وېټو) (د پرېکړې د ماتولو) حق يواځې د پنځو طاغوتانو: امريکا، روس، چين، برطانيې، اوفرانسې په  لاس کې دى، هلته د اسلام نما حکومتونو نمايندګي يواځې د لاسونو پړکولو او چکچکو پورې محدوده ده او تل د اسلام او اسلامي امت په خلاف پرېکړې کوي…..

 د څو محدودو اسلامي شعائرو په وجود يو دولت، مملکت او حکومت اسلامي نه شي جوړېدى.

الله تعالى فرمايي:

 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ). سورة البقرة: ٢٠٨.

  (اى مؤمنانو! په اسلام کې پوره ننوځئ او د شيطان له پلونو پسې مه ځئ؛ هغه ستاسو څرګند دښمن دى).

او د قتال في سبيل الله هدف او مقصد داسې څرګند وي:

 (وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه). سورة الانفال: ٣٩.

 ( له کافرانو سره تر هغه وجنګېږئ، چې کفر او شرک پاتې نه شي او قانون او طاعت ټول د الله لپاره شي).

 نو (يکون الدين کله لله) هلته متحقق شي چې د الله تشريعي حاکميت په سلو کې سل د قانون او نظام په حيث ومنل او نافذ شي، که په سلو کې يو هم د قانون او دستور په حيث وضعي قوانين پکې ورګډ وي؛ هغه نظام، قانون او حکومت اسلامي نه بلل کېږي. ځکه چې (ويکون الدين کله لله) نه دى متحقق. دانه ده چې ويکون الدين بعضه لله وبعضه لغيرالله. دين او قانون دې څه د الله او څه د غيرالله لپاره وي؛ څه دې الله او څه دې عبدالله لپاره وي! څه دې الله او څه دې امريکا لپاره وي، څه دې الله او څه دې د نفس، شيطان او ….. نورو لپاره وي. بلکې مونږ به تر هغه په ارام نه کېنو، تر څو چې قانون، دستور، نظام، او طاعت، (کله لله) شي .

که په اسلامي امت دغه مسلط نظامونه او حکومتونه  اسلامي هم شي، د دوى په خلاف پاڅون  تر هغه فرض دى چې ترڅو دا ټول يو شوى نه وي او يو امت شوى نه وي. ځکه چې په يو اسلامى امت کې ګڼ نظامونه نه نه ځايېږي.

الله تعالى فرمايي:

 (إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ). سورة الانبياء: ٩٢.

 (ستاسو دا امت يو امت دى او زه ستاسو رب يم، نو زما عبادت وکړئ).

 اسلامي امت يو دى او د امت يو والى د حکومت، دولت او نظام يووالى لازموي، ځکه چې د امت وحدت، د نظام او دولت وحدت ته مستلزم دى. که څوک وغواړي چې دا يو امت او يو وجود دوه ټوټې کړي، نود هغه وژل او له هغه سره جنګېدل په مسلمانانو فرض دي.

په يو حديث کې داسې راځي:

 عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فَاقْتُلُوا الْآخَرَ مِنْهُمَا”. رواه مسلم وأحمد والبيهقي والطبراني في الأوسط وأبوعوانة والبزار وابن عساكر والدارقطني في الأفراد والقضاعي وابن الأعرابي في معجمه.

 له ابو سعيد خدري رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (کله چې دوه خلفاؤ ته بيعت وشي، نو په دواړو کې وروستنى ووژنئ)

(اقتلوا) امر دى او فقهي قاعده دا ده چې کله له فرضيت نه استحباب يااباحت ته اړوونکې قرينه او دليل نه وي، نو امر د فرضيت لپاره وي، او دلته صارفه قرينه نشته، نو وژل يې فرض دي.

 او دا وژل د کفر له امله نه دي. دواړه خلفاء دي، مسلمانان دي او اسلامي نظام يې نافذ کړى دى؛ خو په لومړني کې د عزل يا قتل شرطونه نه دي برابر، مسلمان دى، په سلو کې سل اسلام يې نافذ کړى دى، اداره يې غښتلې ده، د ارتداد مرتکب شوى نه دى….. او بل راځي د هغه په خلاف راپورته کېږي او اسلامي امت دوه ټوټې کوي، نو ځکه يې وژل فرض دي.

 اوس نو ووايئ چې يو اسلامي امت دوه ټوټې کوي او نور بشپړ مسلمان دى، د هغه وژل فرض دي؛ او چې اسلامي امت يې اوه پنځوس ټوټې کړى دى، اوه پنځوس دولتونه او حکومتونه يې پکې تشکيل کړي دي او يو کمونست دى، بل نشنلست دى، بل سيکولرست دى، څوک د امريکا ګوډاګى دى ، څوک د روس، څوک د برطانيې لاسپوڅى دى، څوک د چين…. نو آيا د دوى خلاف پاڅون بغاوت دى؟ که څوک د دوي په خلاف پاڅون  ته بغاوت وايي نو هغه له اسلام نه خبر نه دى.

 په اسلامي امت کې د مشرق او مغرب، شمال او جنوب، عرب او عجم، تور او سپين مسلمانان د يو بدن غړي دي، د دوى به يو دولت او يو نظام وي، د دوى لپاره نه د پاسپورټ اړتيا شته او نه د وېزې، د دوى معرفت، خېل او وطن اسلام دى. دوى نه په رياض کې پردي دي، نه په کابل کې، نه په قاهرې کې او نه په انقرې کې، نه په صنعاء کې او نه په ډاکې کې، د دوى نوم مسلمان دى، د دوى سياسي نظام اسلام دى، دوى ټول د خليج او نوور په تېلو، زمکنيو طبيعي زېرمو، زمکې او اقتصاد، فرهنګ او تشخص کې سره شريک دي، په اسلامي نظام کې چې چا شاړه دولتي زمکه ودانه کړه؛ هغه د هغه ده.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

 (من ٲحيا أرضا ميتة فهى له).  رواه الترمذى و أبوداود والنسائي و أحمد ومالك والشافعى والبيهقى والبخارى معلقا و ابن حبان والطبراني فى الأوسط وابن ٲبى شيبة والدارمي.

 (چا چې شاړه زمکه اباده کړه؛ هغه دهغه ده).

 اسلامي نظام کې که څوک حج ته ځي، که عمرې ته، تجارت ته ځي او که بل کوم ضرورت ته، په هغه هېڅ ډول بنديز نشته، که الوتکې کې ځي او که په ګړندي کې، په بېړۍ کې ځي او که په اوښ، آس يا خره سپرېږي، پياده ځي او که سپور، هر وخت او هر ځاى ته په ازاده توګه تللى شي، د هغه د امن ذمه واري اومسؤليت د اسلامي نظام په غاړه دى.

 په اسلامي نظام کې هر چاته خپل حق بې لګښته او بې کړاوه خپل کورته ورځي.

اوس به د ساري په توګه له موجوده حکومتونو څخه يو اسلام نما حکومت را واخلو چې هغه ځان د اسلام ټېکه دار ګڼي، نظام يې اسلامي(؟) ګڼي او نورې لويې لويې دعوې کوي او يو لوی هېواد د يو شخص ملکيت ګڼي، ظلما او عدوانا دې هېواد ته المملکة العربية السعوديه وايي .

 آيا هلته وضعي قوانين نافذ نه دي؟  آيا هغه د ملل متحد غړى نه دى اود دغه کفري اداري قوانينو ته يې غاړه نه ده ايښې؟ آيا په دغو موجوده سياسي حدود کې محدود نه دی او مسلمانان اجنبيان او پردي نه ګڼي؟ آيا د امريکا دوست، ملګرى اوګوډاګى نه دى؟.مسلمانان حج، عمرې، تجارت، او نورو اړتياؤ لپاره حجاز اونورو ځايونو ته ځي، د هغه ځاى حکومت په کوم قانون هغوی منعه کوي او وېزې ورڅخه غواړي؟ په وضعي قوانينو او که په اسلامي؟ مونږ غواړو چې هلته شاړې زمکې ودانې کړو ځکه چې اسلام راته اجازه راکړې ده، آيا د هغه ځاى حکومت مونږ ته د دغه شاړو زمکو د ابادولو او هلته د اوسېدلو اجازه راکوي؟ که ځواب (نه) وي نو په کوم قانون؟ په وضعي قوانينو او که په اسلامي؟.

آيا هلته په پاسپورټ او وېزې سربېره د اقامې قانون او دکفيل او عامل قوانين اسلامي دي که وضعي؟.

 هلته چې د اميرانو زامن د خلکو عفتونه، عزتونه،مال او هال په رڼا ورځ لوټي؛ ولې پرې اسلامي حدود نه پلي کېږي؟.

 هلته چې له برطانيې او امريکې سره دوستي او ملګري کېږي، د ولاء او براء مفهوم، د موالا تو او معاداتو احکام چېرته لاړل؟.

آيا دا آياتونه منسوخ شوي دي؟:

 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ). سورة المائدة: ٥١.

 (اى مؤمنانو! يهود او نصارا په ملګرۍ مه نيسئ؛ هغوى په خپلو منځو کې يو تر بله دوستان دي او په تاسو کې چې څوک د هغوى ملګرى شو، نو هغه بې شکه له هغوى څخه دى).

(فإنه منهم) دا معنی چې د هغوى غوندې کافر دى.

 نو دا کوم اسلام دى چې د سعودي پاچايي حکومت د وضعي قوانينو له نفاذ سره سره، د کافرانو له ملګرتيا سره سره او د اسلامي نظام له مخنيوي سره سره اسلامي دى؟!.

 بيا له دې ټولو دليلونو سره سره چې د مرتد حکومت ملانما ګوډاګيان او شېخان وپوښتې، نو د وضعي قوانينو د نفاذ او له کافرانو سره د ملګرتيا او نورو نه خو انکارنه شي کولى؛ خو وبه وايي چې دا (کفر دون کفر دى).

 عجيبه اسلام، عجيبه ديانت، عجيبه علميت او عجيبه استدلال دى چې په خبر واحد باندې د قرآني نص په تخصيص، تقييد او زيادت کې دې اختلاف وي. سره له دې چې هغه خبر واحد دې صحيح مرفوع هم وي .

 خو عبدالله بن عباس ته منسوب ضعيف موقوف روايت باندې دې د کتاب الله د نصوصو، تخصيص، تقييد او زيادت خو لا څه چې اهمال دې پرې جائز بلکې فرض وي؟!.

 عجيبه اسلام دى چې تارک الصلاة خو دې په دې عمل کافر وګڼل شي. او يوشيخ دې په دې الفاظو وايي چې: که په حرم کې د رکن او مقام په منځ کې ولاړ يم، نو هم په الله قسم خورم چې تارک الصلاة کافر او له اسلام نه خارج دى. خو د طاغوتانو لاسپوڅو ګوډاګيانو (کبارالعملاء) د فتوو په تيارو کې هغه حکومت چې په اسلامي امت يې د قرآن خلاف وضعي قوانين نافذ کړي وي، له يهودو اونصاراؤ او نورو کافرانو سره څرګنده ملګرتيا کوي، د قرآن په خلاف او د اسلام په خلاف په جګړه کې دې د صليب لاندې ولاړ وي او د صليبي جنګ برخه دې وي، نو هغه دې په دې ټولو سربېره بيا هم اسلامي او مسلمان وي؟! .

دا هيڅکله نه شي کېدى؛ خو دغه ملانما ګوډاګيان هغه څوک دي چې په هکله يې الله تعالى فرمايي:

 (وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ). سورة الجاثية: ٢٣.

 (د علم سره سره الله بې لارې کړى دى).

 عجيبه خبره خو داده چې په دې اوه پنځوسو کې له هريو سره بد ديانته ملايان شته او له هر حاکم نه راټول ملايان خپل حاکم شرعي حاکم بولي، د هغه خلاف پاڅون بغاوت بولي او بيا دا نور شپږپنځوس هم شرعي حاکمان ګڼي!!!.

 هغه اسلام چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم او له هغه نه د راوروسته خلفاؤ په زمانو کې پکې دوه خليفه ګان نه ځايېدل اوس پکې اوه پنځوس  ځايېږي !!!.

که دې علماء نماؤ دين فروشو هر يو خپل طاغوت شرعي امام ګڼلى او د نورو خلاف جهاد يې فرض ګڼلى، نو مونږ به ويلي وو چې ګنې د اسلام له زاويې نه خبرې کوي؛ خو د خپل حاکم په هکله غولېدلى دي . خو دا چې دا ټول اوه پنځوس شرعي امامان ګڼي او په دوى کې د هيچا خلاف پاڅون روا نه ګڼي، نو ددې کاواکۍ هيڅ پرتوګ نه جوړېږي. دا نږه د نفسي او شيطاني غوښتنو ترجماني کوي. دا حق پرست او اسلام ته مخلص علماء نه دي بلکې د بلعام باعور پرکټي، د عبدالله بن ابى بن سلول سکني ورونه او د ابليس خالص مخلص لاسپوڅي، ګوډاګيان او غلامان دي.

 د اسلام مخلص بچي او د اسلامي امت ويښ ځوانان دې د دې بدديانتو او بې غيرتو په تشو بې دليله فتوو نه غولېږي، اسلام ته مخلصو او د حق پلويانو علماؤ ته دې غوږ کېدي، د الله سبحانه وتعالى په لار کې دې د هر طاغوت په خلاف پاڅون وکړي او له هېڅ ډول قربانۍ اوښندنې نه دې درېغ نه کوي. دا د ابتلاء او ازمېښت شپې او دا د ظلم او وحشت تيارې، سبا او رڼا ته نږدې دي، د سبا د ستوري ټنډه راښکاره شوې ده او سپېدهداغ  د کېدو په حالت کې دى.

 (وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاَةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الأُمُورِ). سورة الحج: ٤٠\٤١.

 ( او الله به هرومرو له هغه چاسره مرسته وکړي چې د هغه مرسته کوي، الله بې شکه خامخا ځواکمن او غالب دى، هغه خلک چې که مونږ ورته په زمکه کې حکومت ورکړو، نو کره پوره لمونځ کوي، زکات ورکوي، په نېکيو امر کوي او له بديو نه منع کوي او د ټولو کارونو پايلې له الله پورې اړه لري).

 ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ). سورة محمد: ٧.

  (اى مؤمنانو! که تاسو دالله مرسته وکړه؛ هغه به ستاسو مرسته وکړي او پښې به مو ټينګې کړي).

 (إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ). سورة المؤمن: ٥١.

 (مونږ بې شکه له خپلو پېغمبرانو او مؤمنانو سره په دنيوي ژوند کې او په هغه ورځ مرسته کوو چې ګواهان به اودرېږي).

مربوطه مطالب

Back to top button