سهيل شاهين: هند دې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه نه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۳، سه شنبه)

طالبانو هند ته ډاډ ورکړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره دې اندېښنې نه کوي ځکه چې دوی له هند سره د جګړې اراده نه لري.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهین رسنيو ته ويلي، طالبان نه غواړي چې د هند په خلاف جګړه وکړي په وینا يې د افغانستان له ازادۍ وروسته هیواد بيا ودانولو ته اړتیا لري.

نوموړی ويلي، چې اسلامي امارت غواړي  له ټولو هيوادونو سره ښې اړیکې ولري .

شاهين دغه راز د مذاکراتو په اړه هم غږيدلی زياتوي که امريکايان د افغانستان د معضلې حل غواړي نو بغير له مذاکراتو نه حل کيدونکی دی، هغوی مجبور دي چې بيرته د مذاکراتو ميز ته کښيني.

طالب ویاند وايي، که ټرمپ د امریکا او طالبانو مذاکرات نه وای لغوه کړي نو اوس به موافقه شوې او د افغانستان کشاله یوې خواته شوې وای.

هند تر دې مخکې هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په تړاو انديښنې څرګندې کړي ويلي يې دي چې د افغانستان وضعيت د سيمې هیوادونو او په ځانګړي ډول د هند پر حالاتو اغېز لرلای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button