کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
پاکستان دهند وروستیو څرګندونو ته په اشارې نړیوالو ته د شکایت غږ کړی چې دخپلواک هیواد پر وړاندې دهندي چارواکو وروستۍ غیر قانوي څرګندونې وڅېړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، د هند دفاع وزیر د یو خپلواک هېواد (پاکستان) د ماتولو ګواښونه کوي، نړیواله ټولنه دې دغو ګواښونو ته پام وکړي.
هغه د هند د دفاع وزیر له لورې د پاکستان پر ضد د شویو څرګندونو غندنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې راج نات سنګ دې په دې خبر وي چې د دوی امنیتي ځواکونه او ولس د خپلې خاورې د دفاع په چل پوهېږي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د هند د دفاع وزیر پرون ویلي، که چېرته اړتیا ولیدل شي د ترهګرو د ځالو له منځه وړلو لپاره به د هند پوځ د پاکستان خاورې ته ولېږي.
پاکستان او هند دوه هغه رقیب او مخالف هېوادونه دي چې په خپل تاریخ کې یې دکوچنیو جګړو ترڅنګ دوه لوی جنګونه هم کړي، او دا مهال دیادو هېوادونو ترمنځ په کشمیر سخته لانجه روانه ده.


















