په ټاکنو کې د تشبث لپاره دا ځل د جان کیري پر ځای جان باس.!!

څارنوال حشمت عبیدي
هسې خو ټولو ته جوته ده چې په افغانستان کې د موجوده حکومت چې په اصل کې د امریکا یوه اداه ده، ټولې کړنې د امریکا په مستقیمه قومانده ترسره کیږي، نو ټاکنې یې هم په هیواد کې د یو سوچه امریکایی حکومت د پاتې کیدا یوه لویه حربه ده چې امریکا ورته په ملیونونه ډالره پانګوونه کوي.
خو سره له دې که چیرته ټاکنې داسې یو څوک وړي چې هغه د امریکا د اهدافو مخالف وي امریکایان سملاسي په دې پروسه کې هم پټ او هم ښکاره لاسوهنه کوي څو د ټاکنو پایلې د خپل مد نظر شخص خواته واړوي او هغه بریالی کړی او د ملت په رایو خاورې واړوي.
ټولې نړۍ ولیدل چې په تیرو ټاکنو کې جان کیري له امریکا په ډیر عجلې سره الوت وکړ او په کابل کې یې ټاکنې ډیران ته وغورځولې او چې څه یې خوښه وه او څه ورته د امریکا نه قومانده شوې وه هغه یې عملي کړل او هغه دا چې د ملي وحدت په نوم حکومت یې جوړ کړ چې ۵۰٪ د غني او ۵۰٪ نور د عبدالله برخه شو خو ملت خړې خړې کتل خو د خپلو رایو پوښتنه یې نشوای کولای.
عین سلسله اوس د جان کیری پر ځای جان باس پیل کړې، هره ورځ د ټاکنو کمیسون ته ورځې لکه د ده د پلار وطن چې وي او د ده مڼو باغ وي چې حاصل ته یې په تمه دی او افغانانو ته لارښوونې او سپارښتنې کوي، خو زمونږ فعلي حاکمانو د شرم سترګې وتلي دي، دوی ته هر څه عادي ښکاري، د خپل وطن خرڅول، آن د خپل ناموس خرڅول هم ورته یو عادی امر ښکاري؛ ځکه په خلاصه ټنډه جان باس ته لاس په نامه ولاړ دي او هر امر او قومانده یې پر ځای کوي.
جان باس اوس هڅه کوي څو خپل مد نظر نوماند بریالی کړی، او که فرضا بیا څه کړکیچ رامنځته کیږي د هغه لپاره هم پلان ګذاري کوي.
افغانستان به تر هغې د امریکا تر منګولو خلاص نشي چې څو پورې ټولو افغانانو یو بل ته د اتفاق لاسونه نه وي ورکړي او یو موټی شوی نه وی، او بهرني ځواکونو ته یې ځواب نه وي ورکړی او له خپلې خاورې یې ویستلي نه وي او په خپلو مټو یې یو آزاد او مستقل حکومت جوړ کړی نه وي، او دا هلته ممکنه ده چې یو له بل سره تفاهم ته ورسیږي او یو له بل سره قناعت وکړي، کنه نو تل به یې د امریکا جغ پر اوږو وي او د امریکا د غلامۍ لاندې به ژوند تیروي، هم دنیا کې غلامان او هم آخرت کې تور مخې د خدای حضور ته وړاندې کیږي.



