نورستان: طالبانو یوه پوسته نيولې، نهه پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۵، پنجشنبه)

د نورستان ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر پوسته برید کړی چې د چارواکو په وينا پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د نورګرام ولسوالۍ امنيه قومندان محمد جميل وايي، طالبانو سهار د درې بجو په شاوخوا کې د يادې ولسوالۍ مربوط د پشه ګل سیمې یوه پوسته د جګړې په ترڅ کې ونيوله چې پر مهال يې شپږ تنه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

طالبانو د برید مسؤولیت منلی ویاند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، طالبانو پوسته په بشپړه توګه نیولې، نهه عسکر وژل شوي او د هغوی ديارلس ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات طالبانو له ځان سره وړي دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، په دغه برید کې طالبانو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

مربوطه مطالب

Back to top button