واشنګټن ايګزماينر: افغان جګړه کې د نږدې څوارلس سوه امریکايي عسکرو تناسلي آلې پرې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۵، پنجشنبه)
د واشنګټن ایګزماينر په نوم نشريه ليکي، چې سلګونه امريکايي عسکرو په افغان جګړه کې خپلې جنسي آلې له لاسه ورکړي دي.
د ايګزماينر په راپور کې راغلي، څه د پاسه ۱۳۶۷ امریکايي عسکرو تناسلي آلې د چاودنو او نورو جنګي پيښو له امله پرې شوي دي.
ايګزماينر په دې اړه له یوه امریکايي عسکر سره مرکه هم کړې چې په ۲۰۱۳کال کې يې د يوې چاودنې په ترڅ کې دواړه پښې او تناسلي أله له منځه تللې وه.
د امریکا د جان هاپکينس پوهنتون کې یوه امريکايي عسکر ته د تناسلي آلې د عملیاتو پر مهال یوه ډاکټر وويل، چې امریکايي عسکر له دغه اړخه ډير زيات زوريږي زياتوي کله چې هم کوم ټپي عسکر روغتون ته راوړل شي، چې پر هوش راشي لومړی پښوتنه د خپلې تناسلي آلې په اړه کوي.
نه یوازې دا چې سلګونه امريکايي عسکر له دغه اړخه زوريږي بلکې د سرچينې په وینا په افغان جګړه کې سلګونه امريکايي عسکرو ته رواني ستونزې پيدا شوي چې لا هم په روغتونونو کې بستر دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اکتوبر مياشتې په لومړيو کې د امریکا د متقاعدو عسکرو وزارت ويلي و چې د ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۱۷ پوري د پخوانیو عسکرو په منځ کې د ځان وژنې کچه ۶،۱ سلنه لوړه شوې ده زياتوي یوازې په ۲۰۱۷م کال کې ۶۱۳۹ امریکايي عسکرو خودکشي کړې ده.
په امریکايي عسکرو کې د خودکشۍ او رواني ستونزو لوی لامل د افغانستان او عراق جګړه بلل کيږي.



