کابل ټکی کام (پنجشنبه، ٢٥ تله ، ۱۳۹۸ل
د افغانستان د انتخاباتو په کمېسیون کې یو شمیر سرچینو رسنيو ته ويلى، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان نېټه یوه اونۍ ځنډول شوې ده
د ټاکنو دخپلواک کمېسیون د مهالویش له مخې، ټاکل شوې وه چې د تلې/میزان په ۲۷مه د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شي.
د ټاکنو کمېسیون په رسمي ډول د جمهوري ریاست دټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان د مودې د ځنډولو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
خو د کمېسیون یو کار کونکي اورنګزیب رسنيو ته وویل، چې د کارونو زياتوالي ته په کتو به په دې اړه ډېر ژر وروستۍپرېکړه وشي.
هغه زیاته کړه، چې د کمېسیون د تخنیکي کارونو د دروندوالي په اړه څیړنې روانې دي، تر څو دا معلومه شي چې د پاتې کارونو د ترسره کولو لپاره نورو څو ورځو ته اړتیا ده او له هغه وروسته به د لومړنيو نتایجو د اعلان لپاره کره نیټه وټاکل شي.















