خليلزاد: د امريکايي پوځ لوی درستيز سره يې د افغانستان په سياسي جوړجاړي خبرې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۷، شنبه)
د افغانستان او سيمې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له ډيره موده ځنډ وروسه یو ځل بيا د افغان سولې په تړاو ټويټ کړی.
نوموړي په تازه ټويټ کې ويلي، چې د امریکايي پوځ له نوي لوی درستيز جنرال مارک میلي سره يې کتلي دي او د افغانستان د سياسي جوړجاړي په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.
خليلزاد وايي، دواړو په دې اتفاق درلود چې افغانستان کې یو داسې سياسي جوړجاړی د امریکا له ملي ګټو سره اړخ لګوي، چې د جګړې لګښت راکم، امریکا له تروريستي ګواښونو وساتي او د دوو لسيزو پرمختګونه خوندي کړای شي.
هغه په ټويټ کې ليکلي: “د امریکا د نظامي ځواکونو له نوي لوی درستيز سره مې وکتل، هغه افغانستان ښه پيژني، موافقه مو په دې وکړه چې افغانستان کې یو داسې سياسي جوړجاړی وشي څو امريکا له تروريستي تهديدونو وساتي، د جګړې لګښت راکم او په افغانستان کې د دوو لسيزو پرمختګونه هم خوندي وساتل شي چې دا د امریکا ملي ګټې دي”.
امریکا له طالبانو سره له تير یوه کال راهيسې مذاکرات پيل کړي و څو له دغه هيواده خپل ځواکونه اوباسي خو د مذاکراتو د موافقې له نهايي کيدو وروسته ټرمپ دغه مذاکرات لغوه اعلان کړل.
له هغې راهيسې د امریکا استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې په تړاو ټويټ نه و کړی خو په وروستيو کې يې یو ځل بيا هڅې پيل کړي چې طالبانو سره یو ځل بيا مذاکرات پيل کړي.
د ټرمپ له خوا د مذاکراتو د لغوه کيدو تر اعلان وروسته روسيې، چين پاکستان او ځينو نورو هيوادونو د طالبانو د دريځ ملاتړ وکړ او پر امریکا يې غږ وکړ چې له مذاکراتو دې نه په شاه کيږي.



