کابل ټکی کام (شنبه ، ٢٧ تله ، ۱۳۹۸ل)
د جنوبي کوریا په پلازمينه سوېل کې تېره ورځ جمعه نيږدې شلو لاريون کونکو د امریکا د سفیر کور ته د ننوتلو هڅه کړې، امریکايي چارواکو په دغه سیمه کې د کوريا له حکومتي چارواکو غوښتي چې د سفير د کور کلکه ساتنه وکړي.
نن شنبه په خپره شوې یوه ویډیو کې ليدل کېږي چې د قهرجنو ځوانانو یوه ډله د زينو له لارې هڅه کوي چې د امریکاد سفیر (هېري هیرس) کور ته ور ننوځي. د امریکايي سفیر کور د د پلازمينې په مرکزي سیمه کې دی.
د امریکا د سفارت لخوا نن د شنبې په ورځ په خپره شوي یوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دیوال د وراوښتلو وروسته دغو لاريون کوونکو په زوره د امریکايي سفیر کور ته د ورننوتلو هڅه وکړه چې پولیسو يې مخه ونیوله.
په لاريون کوونکو کې ځینو داسې شعارونه پورته کړي وو چې پکې د امریکايي سفیر پرضد نعرې لیکل شوې وې او د هغه نه پکي غوښتل شوي و چې له کوریا ووځي. په ځیني نورو شعارونو کې په جنوبي کوریا کې د امریکايي عسکرو موجودیت ته د اشغال کلمه کارول شوې وه.
په جنوبي کوریا کې که څه هم نظر پوښتنې ښيې چې د جنوبي کوریا ډير خلک د امريکا او کوريا د ملګرتیا ملاتړ کوي، خو په دغه هیواد کې د امریکا پرضد خلک هم شتون لري.
په ۲۰۱۵م کال کې یو چاړه په لاس کوریايي وګړي چې د کوریايي قامپرستۍ تاریخ يې درلود، د هغه وخت د امریکا سفیر مارک لیپرټ باندې برید کړی و. چې په دهغه برید کې د امریکا سفیر په لاس او مخ د چړې ګوزارونه لګیدلي وو.
د روېټرز خبري آژانس د یو راپور له مخې روان کال د جنورۍ په میاشت کې هم ځیني کوريايي زده کوونکو د امریکا سفارت ته د ورننوتلو هڅه کړې وه چې وروسته بیا د پولیسو لخوا و نیول شول.
د جنوبي کوریا د بهرنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي په بهرنيو سفارتونو بریدونه د زغم وړ نه دي او زیاتوي په راتلونکي کې به د دغو بریدونو د مخنيوي لپاره اړين ګامونه اخلي.
















