مسکو: واشنګټن دې افغانستان کې دملکي وګړو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ تله ، ۱۳۹۸ل)

وروسته له هغه چې دهېواد په لر او بر کې د ړندو بمباریو له امله سلګونه بېګناه وګړي ووژل شول، مسکو پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې دې د ملکي وګړو خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو پېښو په غبرګون کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات اوج ته رسېدلي دي او په دې اړه د یوناما راپورونه موجود دي.

دغه وزارت ویلي امریکا باید په افغانستان کې په خپلو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

مسکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې چې د سولې او امنیت راوستل و نه ده بریالی شوې.

روسي ديپلوماتان تل په افغانستان کې د امریکا پر ماموریت نیوکې کوي او هغه ناکام بولي، دوی روان تاوتریخوالی یواځې له ډیپلوماټیکو لارو چارو ممکن بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button