اردغان: ځواکونو مو کردي وسلوالو ته درانه ګوزارونه ورکړي

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ٢٩ تله ، ١٣٩٨ل)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي چې د ترکیې ځواکونو د سوریې په شمال کې د سولې چینې په نوم د پوځي عملیاتو په نهو ورځو کې ۱۵۰۰ کیلومتره سیمه د کردي وسلوالو چې ترکيه يې ترهګر بولي پاکه کړې ده.

هغه دا خبرې په استانبول کې خبريالانو ته کولې.

هغه د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې د سولې چینې په نوم د پوځي عملیاتو په اړه رسنيو ته معلومات ورکول.
ولسمشر اردوغان وویل: د ترکيې وسله والو ځواکونو د سولې چینې پوځي عملیاتو په نهو ورځو کې ۷۶۵ تنه کرد وسلوال وژلي او تر ۱۵۰۰ کیلومتره سیمه يې د دوسلوالو له شتون نه په پوره توګه پاکه کړې ده .
د “راس العین” او “تل ابیض” د ښارونو په ګډون يې په ۱۱۱ وړو او لويو کليو ولکه کړې.
او د سیمې په خلکو مو د خوراکي موادو ، درملو او نورو اړتیاوو وړ توکو په ویشلو پیل کړی دی.

ولسمشر اردوغان د اکتوبر په ۱۷ مه نېټه د ترکیې او امریکا ترمنځ شوې پريکړې ته په اشاره وویل چې د “پي کې کې” او “وای پي جي” وسلوالو ته د سیمې نه د وتلو په اړه ۱۲۰ ساعته وخت ورکړل شوی دی.

که چیرې په شوې پريکړې عمل وشي، دا به د ټولو له پاره ډېره ښه وي او که سرغړونه ترې وشي د ۱۲۰ ساعتونو د پوره کېدو نه سمدلاسه وروسته به درول شوي پوځي عملیات له سره پیل کړو.

مربوطه مطالب

Back to top button