اشرف غني؛ طالبانو سره د امريکا مذاکراتو کې د ګډ حکومت پر نه ګډون اندېښمن دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۲، پنجشنبه)
د ګډ حکومت مشر اشرف غني په یوه تازه مرکه کې طالبانو سره د امریکا په مذاکراتو کې د حکومت پر نه ګډون اندېښنه څرګنده کړې ده.
غني د “NHK” جاپاني تلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې بهرني ځواکونه بايد له افغان حکومت سره په همغږۍ له افغانستانه و ايستل شي.
اشرف غني ګډ حکومت یو مشروع حکومت بللی په وينا يې ټول اړخونه يې بايد درناوی وکړي او له طالبانو يې غوښتنه چې حکومت سره مخامخ خبرو ته کښيني.
اشرف غني وايي، که طالبان پر یوه سياسي ډله بدل شي نو خوښ به شي او په داسې حال کې يې طالبان ټاکنو ته رابللي چې لا هم پر ولسمشرۍ ټاکنو کې د درغليو، فساد او زورواکۍ جنجالونه روان دي.
غني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې روانه مياشت په چين کې د طالبانو په ګډون یوه بين الافغاني ناسته ترسره شي چې د شنونکو په باور دغه ناسته د سولې خبرو لپاره لاره هواره کړي.
امریکا له تير یوه کال راهيسې طالبانو سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ايستلو پر سر خبرې روانې کړي وې خو د امریکا ولسشمر ټرمپ دغه خبرې په څرګنده په کابل کې د طالبانو د یوه برید له کبله لغوه اعلان کړې چې امریکايي عسکرو ته پکې مرګ زوبله اوښتې وه.
په وروستيو کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د مذاکراتو د بيا پيل په موخه د ځينو هيوادونو په سفر وتلی دی.
د ګډ حکومت مشر په داسې حال کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه نظر څرګندوي چې وړمه ورځ امريکايي رسنيو خبر ورکړ چې د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه په دوو اوونیو کې د ټولو امریکايي عسکرو د وتلو لپاره چمتووالی نيسي.



