د امریکا سفير جان بس، د صلاح الدين رباني تر استعفا وروسته له هغه مننه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۲، پنجشنبه)
پرون د ګډ حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني له خپلې دندې استعفا ورکړه چې په کابل کې د امریکا د سفير جان بس له خوا په يوه ټويټ کې له هغه مننه شوې.
جان بس ليکي، چې صلاح الدين رباني د واشنګټن او کابل تر منځ د اوږدمهالي شراکت ښه ملاتړی پاتې شوی چې دی يې مننه کوي.
صلاح الدین رباني د اکتوبر پر درويشتمه په خپله استعفا ليک کې يې د ګډ حکومت پر مشر اشرف غني او ارګ نيوکې کړي په وينا يې د دغه حکومت کاري فضا سمه نه وه، موازي جوړښتونه يې رامنځته کړي، د بهرنيو چارو وزارت سره تعصبي چلند شوی او مهمې دولتي ادارې يې له صحنې ليرې ساتلي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون وویل چې جمهور رئيس د افغانستان د اساسي قانون پراساس، د صلاح الدین رباني استعفی منلې ده.
صلاح الدين رباني پنځه کاله مخې د ګډ حکومت په پیل کې د بهرنيو چارو وزير وټاکل شو خو اولسي جرګې د ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې له صلاح الدین رباني د بوديجې د نه مصرف او په مالي چارو کې د روڼتيا نه شتون له کبله د اعتماد رایه واخيسته خو نوموړی بیا هم د دغه وزارت سرپرست و.
د صلاح الدين رباني د دندې پر مهال څو ځله د بهرنيو چارو وزارت او ولسشمرۍ ماڼۍ تر منځ جنجالونه هم راپورته شول چې ولسمشر د رباني د دندې څخه په ګوښه کولو کې پاتې راغی.
د شنونکو په باور، ښايي د ولسمشرۍ ټاکنې جنجالي او يو مؤقت حکومت رامنځته شي نو ځکه صلاح الدين رباني هم په نوي حکومت کې د واک ترلاسه کولو په هدف استعفا ورکړې ده.



