
ډېر مسلمان ځوانان انټرنیټي زهرو مسموم کړی.!!
ليکنه: فرهاد درمل
په تأسف سره بايد ووايو چې زموږ ډيرځوانان اوس د دین په ډیرو اوامرو کې چې عزيمت پکې فرض عین وي رخصت لټوي، ځان ته ماحرَّم شیان د وخت تیرې او طبیعت جوړوني په بهانه روا بولې، له دینې اصولو یې محروم ساتلي آن د اسلام پنځه احکام یې هم له خپلې طریقې ایستلي، څوک یې نه کوي او څوک یې چې کوي د خپل جیبي شیطان په توسط یې د ریا په ناپاکو جامو پوښي.
د انټر نیټ بې ځایه استعمال اوس عادي حالت خپل کړی، هر څوک يې چې هر ډول استعمالوي باک پرې نه کوي، نه کوم دیني مؤاخذه ځان ته وړاندې کوي او نه ملي عار او شرم.
انټرنيټ هغه څه ده چې له شک پرته د یوه مسلمان ایمان له زیان سره مخ کوي، اوسني ایمانونه د اسلافو د ايمانونو غوندې نه دي چې د خدای ج ویره به تر هر څه ورته مهمه وي، د انټرنیټ په استعمال کې د دین شعائر د ایمان تحفظ او ملي عنعنات باید جدا په پام کې ونیول شي.
که فرضا د سوشل میډیا په برنامو کې سړی د مسلمانو مظلومیت محصوریت او نوري ناخوالي نړۍ ته وړاندې کوي د بشر د مدعیانو معکوسي کړنې او د ځینو غلامو ایمان فروشو کردارونه څرګندول غواړي دا بیا د انټرنیټ په استعمال کې بیل اړخ ده چې باید هرګز متوجه کړای شي او نړیوال وپوهول شي چې زموږ جنګ زموږ وسله په لاس زموږ مجبوریت او په موږ تپل شوي. درنښت



