پروان: ماين چاودنه کې اته امریکايي عسکر وژل شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۲، پنج شنبه)
راپورونه وايي، چې پروان ولايت کې پر امریکايی ټانګ د چاودنې په ترڅ کې شاوخوا لس امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه تيره شپه د پروان مرکز مربوط په صيادان سیمه کې د امریکايي ځواکونو د ګزمې پر موټريز کاروان ترسره شوې ده.
طالبانو د چاودنې مسؤوليت په غاړه اخيستی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خبله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، په دغه چاودنه کې اته امريکايي عسکر وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
د ښاغلي مجاهد په وينا، د چاودنې په ترڅ کې د امریکايي ځواکونو دوه ټانګونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
د پروان امنیتي سرچينې پر امریکايي ځواکونو ماین چاودنه تاييدوي خو هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو تر اوسه په یاده چاودنې کې امریکايي عسکرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
د هیواد په بیلابيلو سيمو کې وخت ناوخت د بهرنيو ځواکونو پر زغره والو ټانګونو د طالبانو له خوا چاودنې کيږي چې هغوی ته پکې مرګ زوبله اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې دغه مرګ زوبله له رسنيو پټه ساتي.



